Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 15:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33-34 هلته د څۀ وخت تېرولو نه پس ايماندارانو هغوئ په خير سره خپلو استوونکو ته واپس ولېږل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 15:33
9 Iomraidhean Croise  

چې تۀ به مونږ ته نقصان نۀ رسوې، لکه چې څنګه مونږ تا ته نقصان نۀ دے رسولے، او مونږ هيڅ بد تا سره نۀ دى کړى او په امن سره ژوند تېرولو ته مو پرېښودلے وې. او بې‌شکه چې مالِک خُدائ تا له برکت درکړے دے.“


بيا موسىٰ واپس خپل سخر يترو له لاړو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”ما له اجازت راکړه چې واپس مِصر ته لاړ شم چې وګورم چې زما خپلوان ژوندى دى او کۀ نه.“ يترو موسىٰ ته ووئيل، ”په خېر لاړ شه.“


هغۀ هغې ته وفرمائيل چې، ”زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې. په خير لاړه شه او د دې تکليف نه روغه شه.“


بيا رسولانو او مشرانو د ټول جماعت په مشوره دا فېصله وکړه چې په خپل مينځ کښې يو څو کسان خوښ کړى او هغوئ اَنطاکيه ته د پولوس او برنباس سره ولېږى. هغوئ په وروڼو کښې يهوداه چې برسبا ورته وائى، او سيلاس چې په هغوئ کښې ډېر عزتمند وو، غوره کړل.


نو د جيل مشر پولوس ته دا خبر ورکړو او وئ وئيل چې، ”منصفانو دا خبر رالېږلے دے چې تۀ او سيلاس دې آزاد کړے شى، نو اوس راوځئ او په خير لاړ شئ.“


خپلو ملګرو له دا موقع مۀ ورکوئ چې هغه سپک وګڼى بلکې هغه صحيح سلامت رارُخصت کړئ، زۀ د هغۀ په طمع يم سره د نورو وروڼو.


هم د ايمان په وسيله راحب کنجره د نافرمانو سره هلاکه نۀ شوه ځکه چې هغې اِسرائيلى جاسوسان په خير قبول کړى وُو.


کۀ څوک درته راشى او دا تعليم درنۀ کړى نو هغه خپل کور ته مۀ پرېږدئ او مۀ ورته هرکلے وايئ،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan