26 چا چې خپل ځانونه زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د نوم دپاره په خطره کښې اچولى دى.
خو يهوديانو ديندارې او عزتمندې ښځې او د ښار مشران د پولوس او برنباس خلاف کړل، او د هغوئ په تکليف رسولو يې لاس پورې کړو او دغه شان يې هغوئ د ښار نه بهر کړل.
بيا د اَنطاکيه او اِکونيوم نه څۀ يهوديان هغه ځائ ته راغلل او خلق يې ځان سره ملګرى کړل. نو هغوئ بيا پولوس سنګسار کړو او د ښار نه يې بهر راښکلو، د هغوئ خيال دا وو چې ګنې مړ دے.
هغوئ زما دپاره خپل ځانونه په خطره کښې هم واچول او نۀ صرف زۀ بلکې د غېريهوديانو ټول جماعتونه د هغوئ شُکر ګزارى کوى.
او ولې مونږ هر وخت خپل ځان په خطره کښې اچوو؟
خو د زبولون او نفتالى خلقو خپل ژوند د جنګ مېدان په خطره کښې واچولو.