21 ځکه چې د پخوا زمانې نه په هر ښار کښې د موسىٰ د شريعت تعليم ورکول کېدو او په هر سبت به په عبادتخانو کښې تلاوت کېدو.“
خو اِبراهيم ورته وفرمائيل چې د هغوئ سره موسىٰ او نور نبيان شته، په کار دى چې دوئ هغوئ ته غوږ ونيسى.
بيا هغه ناصرت ته راغلو چرته چې هغه لوئ شوے وو او د سبت په ورځ عبادتخانې ته د معمول په مطابق لاړو. هغه د کلام د تلاوت دپاره ودرېدلو،
د شريعت او د نبيانو د صحيفو لوستلو نه وروستو د عبادتخانې منتظيمينو هغوئ خبردار کړل چې، ”وروڼو، کۀ تاسو سره د خلقو د ډاډه کولو دپاره څۀ کلام وى نو مهربانى وکړئ هغه بيان کړئ.“
د يروشلم خلقو او د هغوئ مشرانو عيسىٰ ونۀ پېژندلو، د هغۀ په مجرم کولو هغوئ د نبيانو هغه کلام پوره کړو چې د هر سبت په ورځ به تلاوت کېدو.