Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 15:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 بلکې په ليکلو ورته هدايت وکړُو چې بُتانو ته پېش کړے شوې نذرانې او زناکارۍ نه او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د هغې د وينې نه ځان وساتئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 15:20
47 Iomraidhean Croise  

نو يعقوب خپل خاندان ته او هغه ټولو ته چې د هغۀ سره وُو ووئيل، ”تاسو سره چې کوم پردى بُتان دى هغه وغورزوئ، خپل ځانونه پاک کړئ او صفا جامې واغوندئ.


خو چې په کومه غوښه کښې وينه وى هغه به نۀ خورئ، دا ستاسو دپاره منع ده ځکه چې په وينه کښې ژوندون دے.


د خپلو ځانونو دپاره د سپينو زرو يا د سرو زرو بُتان مۀ جوړَوئ چې زما په ځائ د هغوئ عبادت وکړئ.


نو دې خلقو ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تاسو د وينو نه ډکې غوښې خورئ، او د معبودانو عبادت کوئ، او وينه تويوئ، نو تاسو په داسې کولو سره خپل ځان د دې زمکې حقدار ګڼئ څۀ؟


خو ما ورته وفرمائيل، ”داسې دې نۀ وى، مالِک قادر مطلق خُدايه، ما کله هم خپل ځان نۀ دے ناپاکه کړے. زما د ځوانۍ نه تر اوسه پورې ما هيڅ داسې څيز نۀ دے خوړلے چې هغه مردار شوے وى او يا ځناورو څيرلے وى. هيڅ قسمه حرامه غوښه زما د خولې دننه شوې نۀ ده.“


خو دانيال دا فېصله وکړه چې خپل ځان به په شاهى خوراک او شاهى ميو نۀ پليتوى، او هغۀ د خصيانو د مشر آفسر نه اجازت وغوښتو چې هغه په دې طريقې ځان نۀ پليتوى.


هيڅ څوک دې د خپلوانو سره زنا نۀ کوى. زۀ مالِک خُدائ يم.


داسې غوښه مۀ خورئ چې وينه لا په کښې وى. فال مۀ ګورئ او کوډې مۀ کوئ.


يو بنى اِسرائيلے به هم وازګه او وينه نۀ شى خوړلے، بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى نو ټول به دا قانون د تل دپاره منى.


ښځو هغوئ ته ووئيل چې د هغوئ معبودانو ته قربانۍ وکړى، نو خلقو هغه قربانۍ وخوړلې او د هغوئ د معبود عبادت يې وکړو


تاسو ته په کار دى چې بُتانو ته د نذر کړې قربانۍ نه، د هغې د وينې او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د زناکارۍ نه ځان ساتئ. کۀ تاسو د دې څيزونو نه ځانونه بچ ساتئ نو تاسو به ښۀ کوئ. وسلام.“


خو ترڅو چې د ايماندار شوو غېر‌يهوديانو خبره ده مونږ هغوئ ته خط ورلېږلے دے چې بُتانو ته د نذر کړې قربانۍ نه، د هغې د وينې او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د زناکارۍ نه ځان ساتئ.“


خو زۀ اوس تاسو ته دا ليکم چې کۀ څوک ځان ته ايماندار ورور يا خور وائى او حرام کار يا حرصناک يا بُت پرست يا کنځل مار يا شرابى يا ظالم وى نو د داسې کس سره روټۍ قدرې هم مۀ خورئ.


ستاسو په خيال چې خوراک د خېټې دپاره دے او خېټه د خوراک دپاره ده خو زۀ وايم چې خُدائ پاک به هغه دواړه ختم کړى. بدن د حرامکارۍ دپاره نۀ دے جوړ شوے بلکې د مالِک د خِدمت دپاره جوړ شوے دے او مالِک د بدن ساتونکے دے.


د حرام کارۍ نه تښتئ. د انسان نه چې کومه ګناه کيږى هغه د بدن نه بهر وى د زنا نه بغېر، ځکه چې حرام کار خپل بدن هم تباه کوى.


ولې تاسو په دې خبر نۀ يئ چې بدکاران به د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان نۀ شى؟ ځان مۀ دوکه کوئ، نۀ به حرام کار، نۀ بُت پرست، نۀ زناکار، نۀ بچه بازان،


خو د حرام کارۍ نه د بچ کېدو د خاطره دا به ښۀ وى چې د هر سړى خپله ښځه وى او د هرې ښځې خپل خاوند وى.


کوم سوال چې تاسو ته د هغه خوراک په حقله کوم چې بُتانو ته پېش کيږى پېدا شوے دے، جواب يې دا دے چې مونږ ټول خو د دې موضوع په حقله عِلم لرو. خو عِلم مونږ مغروره کوى، او مينه مونږ جوړوى.


په دې يرېږم چې کله زۀ بيا درشم هسې نه چې زما خُدائ پاک ما ستاسو په وړاندې شرمنده نۀ کړى او په هغه ډېرو خلقو چې ګناهونه يې کړى دى، افسوس وکړم ځکه چې هغوئ د هغې ناپاکۍ، حرامکارۍ او شهوت پرستۍ نه چې يې کړى دى، توبه نۀ ده ايستلې.


نو د ګناه د فطرت کارونه خو ښکاره دى، يعنې زنا، ناپاکى، عياشى،


خو ستاسو په مينځ کښې دې د زناکارۍ، يا د څۀ قِسم ناپاکۍ، يا لالچ ذکر قدرې هم نۀ وى، ځکه چې دا د خُدائ پاک د مقدسينو دپاره مناسب نۀ دى.


خو تاسو به د هغې وينه نۀ څښئ، تاسو به خامخا د هغې وينه لکه د اوبو په زمکه تويَوئ.


هغه يو ځناور هم مۀ خورئ، چې په خپل مرګ مړ وى. تاسو سره چې کوم مسافر اوسيږى هغوئ ته دا ورکولے شئ چې وې خورى، يا دا په نورو مسافرو باندې خرڅولے شئ. خو تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک يئ او تاسو د هغۀ خلق يئ. ګډُورے يا د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.


خو د دې وينه د خوراک دپاره مۀ استعمالوئ، او خامخا يې د اوبو په شان په زمکه تويَوئ.


نو هم په دې وجه هر هغه خواهش مړ کړئ کوم چې ستاسو دُنياوى فطرت سره تعلق ساتى لکه زناکارى، پليتى، شهوت پرستى، بد خواهشات او حرص چې بُت پرستى ده.


ځکه چې د خُدائ پاک مرضى دا ده چې تاسو پاک شئ، يعنې د زناکارۍ نه ځان وساتئ.


او د دې خبرې خيال ساتئ چې په تاسو کښې څوک د عِيسو په شان زناکار او بې‌دينه نۀ شى چا چې د يو وخت د روټۍ په بدل کښې د خپلې مشرۍ حق خرڅ کړو.


په کار دى چې ټول د وادۀ احترام وکړى، او ښځه او خاوند دې د يو بل سره وفادار پاتې شى ځکه چې خُدائ پاک به په خپله د حرامکارو زناکارو عدالت کوى.


ځکه چې تاسو خپل کافى ژوند پخوا په هغه څۀ کښې تېر کړے دے څۀ ته چې د بې‌دينه کار وئيلے وو يعنې په عياشۍ، شهوت پرستۍ، مستۍ، په نشه، په ګډا نچا او په ناروا بُت پرستۍ تېر کړو.


او د هغې په لاس کښې يو ورکوټے پرانستلے شوے طومار وو. هغې ښۍ پښه په سمندر کښې کېښوده او ګسه پښه يې په زمکه اېښې وه.


هغه آواز چې ما د آسمان نه اورېدلے وو، بيا ما سره په خبرو شو او وې فرمائيل چې، ”لاړ شه او په سمندر او په زمکه ولاړې فرښتې د لاس نه هغه پرانستلے شوے طومار واخله.“


خو زۀ ستا خلاف د يو څو خبرو شکايت کوم چې په تاسو کښې هلته څۀ کسان شته چې د بلعام د تعليم پيروى کوى، چا چې بلق ته تعليم ورکړو چې بنى اِسرائيل ګډ‌وډ کړى چې هغوئ بُتانو ته شوې قربانۍ وخورى او حرامکارى دې وکړى.


خو زۀ ستا خلاف دا شکايت کوم چې تۀ هغه ايزبلى نومې ښځه برداشت کوې چې ځان ته پېغمبره وائى او زما خادِمانو ته د حرامکارۍ او د بُتانو د قربانۍ د خوړلو ترغيب ورکوى.


خو دې افتونو کښې چې کوم انسانان ژوندى پاتې شول هغوئ د خپلو بدو عملونو نه توبه ونۀ ويستله. او هغوئ د پيريانو او د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو، کاڼو او د لرګو نه د جوړو شوو بُتانو عبادت کول پرې نۀ ښودل، کوم بُتان چې نۀ ليدلے او نۀ اورېدلے او نۀ ګرځېدلے شى.


نو هغوئ هغه څيزونو له تېز لاړل چې د دشمن نه يې اخستى وُو، څاروى او د څاروو بچى يې راونيول، هم په هغه ځائ يې حلال کړل او هغه غوښه يې وخوړه چې وينه لا په کښې وه.


ساؤل ته ووئيلے شول، ”ګورئ، خلق د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کوى چې هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې ده.“ ساؤل چغه کړه، ”تاسو غدار يئ. دلته يو غټ کاڼے ما له راورغړوئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan