17 د دې دپاره چې نور انسانان، يعنې غېريهوديان زما لټون وکړى څوک چې ما رابللى او خپل کړى دى. مالِک خُدائ داسې فرمائى، هغه چې دغه کارونه کوى،
ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى. ځکه چې تا زما حُکم ومنلو.“
هغه فرښته دې دوئ له برکت ورکړى، چې هغې زۀ د هرې بدۍ نه بچ ساتلے يم. د دې هلکانو په ذريعه دې زما او زما د پلار نيکۀ اِسحاق او اِبراهيم نوم ژوندے وساتلے شى. او په زمکه دې د دوئ ډېر اولاد پېدا شى.“
يهوداه به د مشرۍ جنډا نيسى، او د هغۀ اولاد به همېشه حکومت کوى. قومونه به هغۀ له قلنګ راوړى، او د هغۀ په مخکښې به د تابعدارۍ سره ټيټيږى.
په هغه وخت به د يَسى د جرړې نه راټوکېدلې څانګه د قومونو دپاره د يوې جنډې نښه وى. قومونه به د هغۀ نه رهنمائى غواړى، او د هغۀ د استوګنې ځائ به جلالى وى.
هغه څوک چې زما خپل خلق دى، کوم چې ما د دې دپاره پېدا کړى دى چې زما د جلال سبب جوړ شى.“
کله کله خو داسې ښکارى لکه چې مونږ هډو ستا خلق نۀ وُو او نۀ کله ستا د خلقو د نوم پورې تړلې يُو.
مالِک خُدائ فرمائى، ”ما خپل ځان هغوئ ته څرګند کړو چا چې زما تپوس نۀ کولو، او په هغوئ مې ځان پېدا کړو چا چې زما لټون نۀ کولو. ما وئيل چې، زۀ حاضر يم، زۀ حاضر يم. خو بيا هم دې قوم زما نوم نۀ اخستلو.
تۀ ولې د هغه چا په شان يې چې ګنګس وى، او لکه د داسې فوجى په شان شوے يې چې څوک بچ کولے نۀ شى؟ اے مالِکه خُدايه، تۀ مونږ سره يې، او مونږ ستا نوم پورې تړلے شوى يُو، نو اوس مونږ مۀ پرېږده.“
اے مالِکه خُدايه، تۀ زما طاقت او زما قلعه يې، د مصيبت په وخت کښې زما پناه ګاه يې. د دُنيا د آخر سر نه به قومونه تا ته راشى او وائى به چې، ”زمونږ پلار نيکۀ سره هيڅ نۀ وو بلکې دروغژن معبودان، هغه بېکاره بُتان چې دوئ ته هيڅ قسمه ښېګړه نۀ شى ورکولے.
د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“
اے مالِکه واوره، اے خُدايه مونږ معاف کړه. اے مالِکه زمونږ واوره او عمل پرې وکړه. اے زما خُدايه د خپل ځان د خاطره دې مۀ ايسارېږه، ځکه چې ستا ښار او ستا قوم ستا په نوم پورې تړلے شوى دى.“
په هغه وخت کښې به زۀ د بنى اِسرائيلو يو تخم وکرم او ځان دپاره به يې زرغون کړم. زۀ به هغه خلقو ته خپل رحم وښايم په چا چې رحم نۀ دے شوے، او کوم خلق چې زما قوم نۀ وُو هغوئ ته به زۀ خپل قوم ووايم، او هغوئ به راته خُدائ پاک ووائى.“
خو هر څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى. او څۀ به په يروشلم کښې د صيون د غرۀ نه وتښتى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، او هغوئ به په بچ شوو کسانو کښې وى څوک چې مالِک خُدائ راغوښتى وى.
نو بنى اِسرائيل به د ادوم په پاتې ځايونو قبضه وکړى او په ټولو هغه قومونو به قبضه وکړى چې زما په نوم دى.“ دا د مالِک خُدائ فرمان دے، څوک چې به دا هر څۀ کوى.
د يعقوب پاتې شوى خلق به د ډېرو قومونو په مينځ کښې لکه د مالِک خُدائ د رالېږلے شوې پرخې يا په واښو د باران په شان وى، کوم چې د انسان انتظار نۀ کوى او نۀ د انسان دپاره ايساريږى.
”په هغه ورځ به ډېر قومونه د مالِک خُدائ سره يوځائ شى او هغوئ به زما خلق شى. زۀ به ستاسو په مينځ کښې اوسېږم او تاسو به په دې پوهه شئ چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم.
زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
بلعام دا پېغام ورکړو، ”هغه څوک بچ کولے شى چې خُدائ پاک يې تباه کوى؟
او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”چې هغوئ په بنى اِسرائيلو باندې د برکت دپاره زما نوم اخلى، نو زۀ به هغوئ له برکت ورکړم.“
نو د دُنيا ټول قومونه به وګورى چې تاسو د مالِک خُدائ په نوم يادېږئ او هغوئ به ستاسو نه يريږى.
ولې دا هغوئ نۀ دى څوک چې د هغه چا د عزتمند نوم په حقله کُفر غروى په کوم نوم چې تاسو يادېږئ؟