16 ”د هغې نه پس به زۀ واپس راشم او د داؤد نړېدلے کور به بيا آباد کړم، او زۀ به دا بيا ودان کړم
کله چې ټول بنى اِسرائيليان پوهه شول چې بادشاه هغوئ ته غوږ نۀ نيولو، نو هغوئ ووئيل، ”مونږ د داؤد بادشاهى نۀ منو، د يَسى په زوئ کښې زمونږ څۀ فائده ده. اے بنى اِسرائيلو، ځئ خپلو خېمو ته واپس لاړ شئ، د داؤد خاندان دې خپله بادشاهى سمباله کړى.“ او بنى اِسرائيليان خپلو خېمو ته لاړل.
خو کله چې زۀ هغوئ راوباسم، نو بيا به زۀ په هغوئ باندې رحم وکړم، او زۀ به هغوئ هر يو قوم خپل ميراث او خپل مُلک ته واپس راولم.
په ټول مُلک کښې،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”په درېو کښې به دوه مړۀ او تباه شى، درېو کښې به يو پاتې شى.