12 په دې ټوله غونډه چپ شوله او برنباس او پولوس ته يې غوږ کېښودو چا چې هغه نښې او معجزې بيان کړې چې د دوئ په وسيله خُدائ پاک په غېريهوديانو کښې ښکاره کړې وې.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”ترڅو چې تاسو خلق لوئ نښې ونۀ ګورئ نو تر هغې تاسو ايمان نۀ راوړئ.“
کله چې هغوئ راورسېدل نو هغوئ جماعت يو ځائ راجمع کړو، او د هغه هر څۀ نه يې هغوئ خبر کړل چې خُدائ پاک د دوئ په وسيله کړى وُو، او چې څنګه هغۀ غېريهوديانو ته د ايمان د راوړلو دروازه کولاو کړې وه.
جماعت هغوئ ولېږل او په فينيکې او سامريه ورواوړېدل او هغوئ د غېريهوديانو د ايمان راوړلو خبرې کولې، نو په دې خبره ټول ايمانداران ډېر خوشحاله شول.
کله چې هغوئ يروشلم ته راغلل نو ټول جماعت، رسولانو او مشرانو ورته تود هرکلے وئيلو او بيا يې هغوئ د هغه هر څۀ نه چې خُدائ پاک د هغوئ په وسيله کړى وُو، خبر کړل.
هغوئ سره د مِلاوېدو نه پس پولوس ورته هغه هر څۀ چې خُدائ پاک د هغۀ د خِدمت په وسيله په غېريهوديانو کښې کړى وُو يو يو په تفصيل سره بيان کړل.
ځکه چې زۀ د هغه خبرو کولو جرأت نۀ شم کولے بغېر د هغه نه چې مسيح زما په وسيله پوره کړى دى، د دې دپاره چې زۀ غېريهوديان په خپل قول او عمل باندې د خُدائ پاک تابع کړم.