1 بيا ځينې کسان د يهوديه نه راغلل او ايماندارانو ته يې تعليم شروع کړو چې، ”کۀ تاسو د موسىٰ د شريعت په مطابق سنت نۀ شئ نو خلاصون نۀ شئ موندلے.“
په اتمه ورځ به ماشوم سنت کړے شى.
خو موسىٰ تاسو ته د سنت کولو شريعت درکړو، اګر چې دا د موسىٰ د طرف نه نۀ وو بلکې د پلار نيکۀ د وخت نه راروان وو، او تاسو د سبت په ورځ ماشوم سنتوئ.
په دغو ورځو کښې پطروس د ايماندارانو په مينځ کښې ودرېدو چې دا ټوله ډله تقريباً په شمېر کښې شپږ شلې وه،
بيا رسولانو او مشرانو د ټول جماعت په مشوره دا فېصله وکړه چې په خپل مينځ کښې يو څو کسان خوښ کړى او هغوئ اَنطاکيه ته د پولوس او برنباس سره ولېږى. هغوئ په وروڼو کښې يهوداه چې برسبا ورته وائى، او سيلاس چې په هغوئ کښې ډېر عزتمند وو، غوره کړل.
او خط يې ورکړو چې په کښې داسې ليکلے شوى وُو، ”مونږ رسولان او مشران ستاسو وروڼه، تاسو غېريهوديانو ايماندارانو ته چې په اَنطاکيه، شام، او کلکيه کښې يئ سلامونه وايو.
مونږ اورېدلى دى چې زمونږ ځينى کسان زمونږ د حُکم نه بغېر درغلى دى او په خپلو خبرو يې تاسو پرېشانه کړى يئ او ستاسو ذهنونه يې ګډوډ کړى دى.
جماعت هغوئ ولېږل او په فينيکې او سامريه ورواوړېدل او هغوئ د غېريهوديانو د ايمان راوړلو خبرې کولې، نو په دې خبره ټول ايمانداران ډېر خوشحاله شول.
يهوداه او سيلاس چې په خپله هم نبيان وُو، هغوئ ايماندارانو ته د ډاډګيرنې او تکړه کېدو دپاره ډېر نصيحت وکړو.
بيا د فريسيانو د فرقې څۀ ايمانداران پاڅېدل او وې وئيل چې، ”دا ضرورى دى چې غېريهوديان سنت شى او ورته دې حکم وشى چې د موسىٰ د شريعت پابندى کوئ.“
کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ د خُدائ پاک ثنا ووئيله. بيا هغوئ پولوس ته ووئيل، ”تۀ ګورې وروره چې په يهوديانو کښې څومره په زرګونو کسانو ايمان راوړے دے او هغوئ ټول د شريعت په حقله ښۀ سرګرم دى.
ځکه چې مونږ د دۀ نه دا خبرې اورېدلى دى چې د ناصرت عيسىٰ به دا ځائ وران کړى او موسىٰ چې مونږ له کوم رسمونه او رِواجونه راکړى دى هغه به بدل کړى.“
نو څوارلس کاله وروستو زۀ د برنباس سره بيا يروشلم ته لاړم او تيطوس مې هم د ځان سره بوتلو.
ځکه کۀ زمونږ ايمان په عيسىٰ مسيح وى، نو بيا سنت او ناسنت څۀ غټه خبره نۀ ده. خو کوم کار چې ضرورى دے، هغه صرف ايمان دے چې ځان په مينې سره څرګندوى.
کوم خلق چې تاسو په دې سنتېدو مجبوروى، هغوئ د نورو خلقو په وړاندې صرف خپل عزت غواړى. او هغوئ دا نۀ غواړى چې د هغه تعليم په وجه وزورَولے شى په کوم کښې چې دا وائى چې د مسيح سولۍ صرف د خلاصون وسيله ده.
نو په دې وجه څوک مۀ پرېږدئ چې په تاسو د خوراک څښاک يا د اختر يا د نوې مياشت يا د سبت د ورځې په معامله کښې اِلزام ولګوى.
خيال کوئ هسې نه چې څوک مو په تشو فلسفو او دوکه مارو خبرو کښې راګېر کړى، ځکه چې د هغوئ خبرې د انسانى رواياتو او د دُنيا د بنيادى اصُولو په مطابق دى او د مسيح په مطابق نۀ دى.