7 او هلته يې مسلسل د زيرى تعليم ورکولو.
د ستِفانوس د مرګ نه وروستو د ډېرو تکليفونو په وجه ايمانداران خوارۀ وارۀ شول او د هغوئ سر ان تر دې چې فينيکې، قبرص او اَنطاکيه ته ورسېدلو او په دې وخت کښې هغوئ صرف او صرف يهوديانو ته د خُدائ پاک کلام اورولو.
”اے خلقو. تاسو ولې داسې کارونه کوئ؟ مونږ خو هم ستاسو په شان انسانان يُو. مونږ دا زيرے د دې دپاره تاسو له راوړو چې تاسو د دې عبث بُتانو نه ژوندى خُدائ پاک ته راواوړئ چا چې آسمانونه، زمکې، سمندرونه او په دې کښې هر څۀ پېدا کړى دى.
په دربې کښې د زيرى اورولو نه وروستو ډېر خلق د عيسىٰ مريدان شول. بيا هغوئ لستره، اِکونيوم او اَنطاکيه ته واپس لاړل.
کله چې هغۀ دا رويا وليده نو مونږ سمدستى کوشش وکړو چې مِکدونيه ته لاړ شُو. زمونږ دا خيال وو لکه چې خُدائ پاک راته وئيلى وى چې هغوئ ته زيرے ورکړُو.
او پولوس د خپل عادت په مطابق د هغوئ عبادتخانې ته تلو او درې هفتې د هر سبت په ورځ د هغوئ سره د صحيفو نه بحث مباحثه کوله.
خو هغه ايمانداران چې خوارۀ وارۀ شوى وُو هغوئ چې هر چرته تلل د کلام تعليم يې ورکولو.
خو اګر کۀ چې مونږ په فيليپى کښې ډېر وکړېدو او بېعزته کړے شُو څنګه چې تاسو ته پته ده خو بيا هم مونږ په خُدائ پاک کښې دا زړۀ ورتيا وموندله چې تاسو ته مو د ډېرو مخالفتونو باوجود د خُدائ پاک زيرے درورسولو.
تۀ د کلام زيرے ورکوه او وخت ناوخته دې کار ته تيار اوسه، او په تعليم ورکولو کښې په صبر سره د هغوئ اصلاح کوه او ملامتوه يې او ورته ډاډګيرنه هم ورکوه.