6 نو هغوئ د دوئ د نيت نه خبر شول او د لوکاونيه ښارونو لستره او دربې ته او ګېرچاپېره مُلکونو ته يې هِجرت وکړو.
کله چې تاسو په يو ښار کښې وزورولے شئ نو بل ته لاړ شئ. زۀ درته رښتيا وايم چې د دې نه وړاندې چې تاسو د بنى اِسرائيلو په ټولو ښارونو کښې وګرځئ نو اِبن آدم به واپس راشى.
کله چې خلقو د پولوس دا کار وليدو هغوئ په خپله مقامى ژبه کښې ووئيل چې، ”خُدايان د انسانانو په شکل کښې مونږ ته راکوز شوى دى.“
په لستره کښې يو شل سړے وو چې پېدائشى ګوډ وو او هيچرې نۀ وو ګرځېدلے.
نو څو ورځې پس پولوس برنباس ته ووئيل چې، ”راځه چې واپس لاړ شُو او ايماندارانو سره مِلاو شُو په هر هغه ښار کښې چرته چې مونږ د مالِک کلام اورولے وو او د هغوئ د حال نه ځان خبر کړُو.“
هغۀ سره د پرحوس زوئ سوپترس د بيريه نه، اريسترخوس او سکندس د تِسالونيکيه نه، ګايوس د دِربے نه، تيموتيوس، او ورسره تخيکوس او تروفيموس د آسيه نه، په سفر کښې ملګرى وُو.
هغوئ شپه او ورځ د ښار د دروازو څوکۍ کوله، د دې دپاره چې هغه قتل کړى. خو ساؤل د هغوئ په سازش پوهه شو
تا ته پته ده د هغه سختۍ او تکليفونو يعنې هغه تکليفونه کوم چې په اَنطاکيه، اِکونيوم او په لستره کښې په ما راغلل خو مالِک زۀ د هغې ټولو نه بچ کړم.