Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 14:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 هغوئ د ايماندارانو زړونه مضبوط کړل او ډاډګيرنه يې ورکړه چې په خپل ايمان ټينګ او قائم پاتې شى او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهۍ ته د داخلېدو دپاره به مونږ ډېر تکليفونه زغمو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 14:22
49 Iomraidhean Croise  

کوم لاسونه چې ستړى شوى دى نو هغې له طاقت ورکړه او هغه ګوډو له طاقت ورکړه چې د کمزورۍ په وجه لړزيږى.


داسې خلق زما جوګه نۀ دى څوک چې خپله سولۍ نۀ پورته کوى او زما په نقش قدم نۀ ځى.


بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”کۀ څوک زما مريد جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، خپله سولۍ دې راواخلى او ما پسې دې راځى.


زۀ درته دوباره دا وايم چې د يو مالداره سړى په نسبت د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل د يو اوښ دپاره د ستنې په سورى کښې تېرېدل آسان دى.“


نو چې هغوئ ته به په دې دُنيا کښې يو په سل اجر ورکړے شى، کورونه، وروڼه، خوېندې، ميندې، اولاد او زمکه، او ورسره ربړېدل، او په آخرت کښې به د تل ژوندون بيا مومى.


او کۀ ستا سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه. ستا دپاره به دا غوره وى چې د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې په يوه سترګه داخل شې، نۀ دا چې دواړه سترګې دې وى او دوزخ ته وغورزولے شى،


ولې د مسيح دپاره دا مقرر نۀ وُو چې هغه به دا زحمتونه وزغمى او په خپل جلال کښې به داخل شى؟“


کۀ دُنيا تاسو نه نفرت کوى نو تاسو پوهه شئ چې ستاسو نه اول يې ما نه نفرت کړے دے.


دا خبرې يادې ساتئ چې کومې ما تاسو ته وکړې، يو نوکر هم د خپل مالِک نه لوئ نۀ وى. نو چې هغوئ زۀ وزورولم نو تاسو به هم وزوروى. کۀ هغوئ زما په کلام عمل وکړى نو ستاسو په کلام به هم عمل وکړى.


ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“


عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ درته رښتيا وايم چې هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهۍ ته نۀ شى داخلېدے ترڅو چې هغه د اوبو او روحُ القُدس نه پېدا نۀ شى.


کله چې هغه راورسېدو او د خُدائ پاک فضل يې وليدو هغه ډېر خوشحاله شو او هغوئ ټولو ته يې ډاډګيرنه ورکړه او ورته يې ووئيل چې مالِک سره په وفادارۍ او په پوره زړۀ ټينګ ودرېږئ.


کله چې يې هغه پېدا کړو نو هغه يې اَنطاکيه ته ولېږلو او پوره يو کال برنباس او ساؤل په شريکه د جماعت خِدمت کولو او ډېرو خلقو له يې تعليم ورکولو. په اَنطاکيه کښې مريدانو ته په اول ځل عيسايان ووئيلے شُو.


نو مريدانو فېصله وکړه چې هر يو به د خپل طاقت په مطابق هغه ايماندارانو له امداد ورلېږى چې په يهوديه کښې اوسيږى.


نو چې کله ګڼه خوره شوه نو ډېر يهوديان او نوې يهوديان شوى کسان پولوس او برنباس له ورغلل او پولوس او برنباس دوئ ته مِنت وکړو چې د خُدائ پاک په فضل کښې قائم پاتې شئ.


خو چې کله مريدان د هغۀ نه راتاو شول، نو هغه پاڅېدو او ښار ته واپس دننه لاړو او په بله ورځ هغه د برنباس سره دربې ښار ته لاړو.


او هغوئ هلته تر ډېره وخته پورې د مريدانو سره پاتې شول.


يهوداه او سيلاس چې په خپله هم نبيان وُو، هغوئ ايماندارانو ته د ډاډګيرنې او تکړه کېدو دپاره ډېر نصيحت وکړو.


هغه په شام او کلکيه ورتېر شو او جماعتونو له يې ډاډګيرنه ورکړه.


هلته د څۀ وخت تېرولو نه پس هغه په سفر روان شو او د ګلتيه او فروګيه په مُلک کښې وګرځېدو او ټولو مريدانو ته يې ډاډ ورکړو.


د خُدائ پاک کلام خورېدو او په يروشلم کښې د عيسىٰ د منونکو شمېر په تېزۍ سره زياتېدو، او ډېرو اِمامانو هم ايمان راوړو.


او زۀ به په خپله هغۀ ته وښايم چې هغه به زما د نوم د خاطره څومره تکليف وزغمى.“


او چې بچى يُو نو وارثان هم يُو. مونږ د خُدائ پاک وارثان او د مسيح په ميراث کښې شريک هم يُو، خو کۀ چرې مونږ د هغۀ سره په جلال کښې شريک يُو نو د هغۀ په تکليف کښې به هم شريک يُو.


هغه به تاسو تر آخره پورې مضبوط ساتى، نو چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په ورځ بې‌اِلزامه يئ.


ځکه چې تاسو ته دا امتياز نۀ صرف په مسيح د ايمان په وجه درکړے شو، بلکې دا چې د هغۀ د خاطره تکليفونه هم وزغمئ.


کۀ تاسو د ايمان په بنياد مضبوط او ټينګ پاتې شئ او هغه اُميد پرې نۀ ږدئ کوم چې د زيرى په اورېدو ستاسو په زړونو کښې پېدا شوے دے. هغه زيرے چې ټولې دُنيا ته واورولے شو، او زۀ پولوس هم د دغه زېرى خادِم شوم.


نو هغه دې ستاسو زړونه مضبوط، بې‌عېبه او مقدس کړى، کله چې تاسو زمونږ د خُدائ پاک او پلار په وړاندې ودرېږئ، کله چې مالِک عيسىٰ د خپلو مقدسينو سره دوباره واپس راشى.


نو بيا زمونږ د مالِک په حقله د ګواهۍ ورکولو يا زما نه چې د هغۀ قېدى يم، مۀ شرمېږه، بلکې د خُدائ پاک د قدرت په وسيله د زيرى د خاطره ما سره په تکليفونو کښې شريک شه.


په حقيقت کښې هر هغه څوک چې د عيسىٰ مسيح په يووالى کښې په ديندارۍ ژوند تېرول غواړى، نو هغوئ به زورول کيږى.


خو تاسو هم دې دپاره رابللے شوى يئ، ځکه چې مسيح هم ستاسو دپاره مصيبت وزغملو او تاسو ته يې يو مثال قائم کړو نو چې تاسو د هغۀ په نقش قدم تلل پرې نۀ ږدئ.


د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ، هغه به په خپله تاسو بحال کړى، مدد به مو وکړى، قوت به درکړى او مضبوط به مو کړى.


تاسو ايمان کښې مضبوط شئ او د هغۀ مقابله وکړئ ځکه چې تاسو ته معلومه ده چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو وروڼه او خوېندې هم دغه شان مصيبتونه زغمى.


په دې طريقه د دې سره به تاسو زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په ابدى بادشاهۍ کښې ډېر په عزت سره داخل کړے شئ.


زما ګرانو دوستانو، اګر چې زما تاسو ته د هغه خلاصون په حقله د ليکلو ډېر زيات شوق وو په کوم کښې چې مونږ ټول شريک يُو، خو زۀ اوس تاسو ته د بل څيز په حقله ليکل غواړم او تاسو ته مِنت زارى کوم چې د هغه ايمان دفاع وکړئ کوم ايمان چې مقدسينو ته په يو ځل سپارلے شوے وو.


زۀ ستاسو ورور يوحنا، په تنګسيا، په بادشاهۍ او په صبر کښې تاسو سره خپل عيسىٰ کښې شريک يم. زۀ د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ په حقله د ګواهۍ ورکولو په وجه پتموس نومې جزيره ته جلاوطن کړے شوم.


د راتلونکو زحمتونو نه مۀ يرېږه. خبردار شئ اِبليس به تاسو نه ځينې قېدخانو ته واچوى نو چې تاسو وآزمائيلے شئ او تر لسو ورځو پورې به په تاسو زحمتونه وى. خو تر مرګه پورې وفادار اوسئ او زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم.


ما جواب ورکړو چې، ”زما مالِکه، تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan