20 خو چې کله مريدان د هغۀ نه راتاو شول، نو هغه پاڅېدو او ښار ته واپس دننه لاړو او په بله ورځ هغه د برنباس سره دربې ښار ته لاړو.
کله چې يې هغه پېدا کړو نو هغه يې اَنطاکيه ته ولېږلو او پوره يو کال برنباس او ساؤل په شريکه د جماعت خِدمت کولو او ډېرو خلقو له يې تعليم ورکولو. په اَنطاکيه کښې مريدانو ته په اول ځل عيسايان ووئيلے شُو.
نو مريدانو فېصله وکړه چې هر يو به د خپل طاقت په مطابق هغه ايماندارانو له امداد ورلېږى چې په يهوديه کښې اوسيږى.
خو پطروس هغوئ ته د چپ کېدو اِشاره وکړه او ټوله قيصه يې ورته بيان کړه چې مالِک هغه څنګه د قېدخانې نه بهر راوويستو. نو بيا هغۀ ووئيل چې، ”يعقوب او زمونږ نور وروڼه په دې واقعه خبر کړئ.“ او بيا هغه بل ځائ ته روان شو.
هغوئ د ايماندارانو زړونه مضبوط کړل او ډاډګيرنه يې ورکړه چې په خپل ايمان ټينګ او قائم پاتې شى او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهۍ ته د داخلېدو دپاره به مونږ ډېر تکليفونه زغمو.“
او هغوئ هلته تر ډېره وخته پورې د مريدانو سره پاتې شول.
نو هغوئ د دوئ د نيت نه خبر شول او د لوکاونيه ښارونو لستره او دربې ته او ګېرچاپېره مُلکونو ته يې هِجرت وکړو.
پولوس دربې او لستره ته لاړو. هلته تيموتيوس نومې يو مريد وو چې مور يې يهودڼه وه او هغه ايمانداره وه خو د هغۀ پلار يونانى وو.
د قېدخانې نه وروستو هغوئ د لِديه کور ته لاړل او هلته د ايماندارانو وروڼو او خوېندو سره مِلاو شول او هغوئ ته يې ډاډګيرنه ورکړه او بيا ترې رُخصت شول.
هر کله چې اله ګوله ختمه شوه نو پولوس په مريدانو پسې خبر ولېږلو او د ډاډګيرنې نه پس يې ترې رُخصت واخستو او مِکدونيه ته لاړو.
کۀ نامعلومه يُو خو بيا هم مشهور يُو، کۀ مرګ حال يُو خو بيا هم ژوندى يُو، کۀ وهل کيږُو خو قتل کيږُو نه.