Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 14:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 په دې وينا سره رسولانو خلق خپل ځان ته د قربانۍ کولو نه ډېره په ګرانه سره منع کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 14:18
8 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ وفرمائيل، ”وګورئ، دا ټول يو خلق دى او دوئ هم يوه ژبه وائى، او د دې نه پس چې بيا دوئ څۀ کول هم وغواړى نو کولے به يې شى،


خو دوئ ووئيل، ”ځه مړه ورک شه مسافر سړے يې. تۀ څوک يې چې مونږ ته چل ښائې؟ زمونږ د مخې نه لرې شه، ګنې د هغوئ نه به دې هم بد حال وکړُو.“ دوئ لوط له ديکه ورکړه او د دروازې په ماتېدو يې شروع وکړه.


ځکه چې د دې اُمت زړونه سخت شوى دى، غوږونه يې کاڼۀ شوى او سترګې يې پټې شوې دى. ګنې د هغوئ سترګو خو به ليدل، د هغوئ غوږونو به اورېدل او د هغوئ زړونه به پوهېدل، او بيا به هغوئ واپس راګرځېدلى وے او ما به روغ کړى وے.“


کله چې عيسىٰ د هغوې په نيت پوهه شو چې هغوئ هغه خپل بادشاه جوړول غواړى نو هغه په خپله غرۀ ته واپس لاړو.


هغۀ خپل وجود په تاسو د رحم په وسيله ثابت کړو، يعنې په تاسو د آسمان نه باران ورَوى او په خپل موسم کښې فصلونه درکوى، هغه تاسو په خوراک مړوى او ستاسو زړونه خوشحالوى.“


بيا د اَنطاکيه او اِکونيوم نه څۀ يهوديان هغه ځائ ته راغلل او خلق يې ځان سره ملګرى کړل. نو هغوئ بيا پولوس سنګسار کړو او د ښار نه يې بهر راښکلو، د هغوئ خيال دا وو چې ګنې مړ دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan