13 د زيُوس اِمام چې د چا عبادتخانه د ښار نه بهر وه، هغۀ د ښار دروازې ته غوَيان او هارونه راوړل ځکه چې هغۀ او هغه ګڼې غوښتل چې هغوئ ورته قربانى پېش کړى.
نو بيا نبوکدنضر بادشاه د دانيال په وړاندې ټيټ شو او د هغۀ عزت يې وکړو او حکم يې وکړو چې هغۀ ته د غلو دانو او د خوشبو نذرانې وړاندې کړئ.
کله چې پطروس ورننوتو نو کورنيليوس ورسره مِلاو شو او ډېر په قدر سره يې ورته سجده وکړه.
هغوئ برنباس ته د زيُوس معبود او پولوس ته د هِرميس معبود خطاب وکړو ځکه چې پولوس د هغوئ مشرکلام اورونکے وو.