11 کله چې خلقو د پولوس دا کار وليدو هغوئ په خپله مقامى ژبه کښې ووئيل چې، ”خُدايان د انسانانو په شکل کښې مونږ ته راکوز شوى دى.“
زۀ تا داسې خلقو ته نۀ استوم چې د هغوئ ژبه ستا دپاره نا آشنا او سخته وى خو تا زۀ بنى اِسرائيلو ته استوم.
او ګڼې چغې وهلې چې، ”دا خو د خُدائ آواز دے، نه چې د انسان.“
هغوئ برنباس ته د زيُوس معبود او پولوس ته د هِرميس معبود خطاب وکړو ځکه چې پولوس د هغوئ مشرکلام اورونکے وو.
نو هغوئ د دوئ د نيت نه خبر شول او د لوکاونيه ښارونو لستره او دربې ته او ګېرچاپېره مُلکونو ته يې هِجرت وکړو.
هغوئ دا ګُمان کولو چې هغه به وپړسيږى او سمدستى به مړ شى، خو د ډيرې شيبې د اِنتظار نه پس هغوئ وليدل چې په هغۀ هيڅ اثر ونۀ شو نو هغوئ خپل خيال بدل کړو او وې وئيل چې، ”دا هم يو خُدائ دے.“
او لويو او وړو د هغۀ خبرې ډېر په غور اورېدلې او هغوئ وئيل چې، ”دا سړے د خُدائ پاک هغه قُدرت دے چې ورته عظيم قدرت وائى.“