10 نو هغۀ ورته په زوره ووئيل، ”پاڅه او په خپلو پښو ودرېږه.“ نو هغه اېک دم پاڅېدو او روان شو.
ګوډ به د هوسۍ په شان ټوپونه وهى، او ګونګيان به د خوشحالۍ سندرې وائى. په صحرا کښې به چشمې راوځى او په بيابان کښې به د اوبو نِهرونه بهيږى،
د دې سره هغه وروړاندې شو او د جنازې په کټ يې لاس کېښودلو او جنازه وړُونکى ودرېدل. بيا هغۀ وفرمائيل چې، ”راپاڅه اے زلميه.“
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هم هغه کارونه کوى لکه چې زۀ يې کوم، او هغه به د دې نه هم لوئ کارونه کوى ځکه چې زۀ پلار له روان يم.
خو چې څوک هغه اوبۀ وڅښى چې زۀ يې ورکوم هغه به هيڅکله نۀ تږے کيږى. زۀ چې کومې اوبۀ ورکوم هغه به په هغوئ کښې دننه لکه يوه چينه وګرځى چې همېشه به بهيږى او چې د تل ژوندون ورکوى.“