9 خو ساؤل چې ورته پولوس هم وائى د روحُ القُدس نه معمور وو، اِليماس ته يې نېغ کتل،
خو زۀ په خپله د قدرت نه، د مالِک خُدائ د روح نه، او د اِنصاف او د قوت نه معمور يم، چې يعقوب ته خپل جرمونه، او بنى اِسرائيلو ته خپله ګناه وښايم.
ځکه کومې خبرې چې تاسو کوئ دغه به تاسو په خپله نۀ کوئ، خو ستاسو په ذريعه به ستاسو د آسمانى پلار روح خبرې کوى.
د دوئ د سختو زړونو په وجه هغۀ په غصه او افسوس ټولو ته وکتل او هغه سړى ته يې وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او لاس يې روغ رمټ شو.
عيسىٰ بيا د هغۀ په سترګو لاسونه کېښودل او د هغۀ سترګې يې کولاو کړې، نو د هغۀ نظر ټيک شو او هر څۀ يې صفا وليدل.
خو عيسىٰ ورته نېغ نېغ وکتل او وې فرمائيل، ”نو بيا د صحيفو د دې عبارت څۀ مطلب دے، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړے وو هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو“؟
او هغوئ ټول د روحُ القُدس نه معمور شول او په نورو ژبو يې خبرې شروع کړې څنګه چې روحُ القُدس د خبرو طاقت ورکړو.
کله چې هغوئ دُعا وکړه نو په کوم کور کښې چې هغوئ راغونډ شوى وُو، هغه وجړقېدلو او هغوئ ټول په روحُ القُدس معمور شول او د خُدائ پاک کلام يې په زړۀ ورتيا بيان کړو.
بيا پطروس له روحُ القُدس نه معمور شو او هغوئ ته يې ووئيل، ”اے د خلقو حاکمانو او مشرانو.
خو ستِفانوس د روحُ القُدس نه معمور وو، هغۀ بره آسمان ته وکتل او د خُدائ پاک جلال يې وليدو او عيسىٰ يې وليدو چې د خُدائ پاک ښى لاس ته ولاړ وو.