44 په بل سبت تقريباً د ښار ټول خلق د مالِک خُدائ کلام اورېدو ته راغونډ شول.
يهوداه به د مشرۍ جنډا نيسى، او د هغۀ اولاد به همېشه حکومت کوى. قومونه به هغۀ له قلنګ راوړى، او د هغۀ په مخکښې به د تابعدارۍ سره ټيټيږى.
کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى. د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى، لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.
په هغه وخت به د يَسى د جرړې نه راټوکېدلې څانګه د قومونو دپاره د يوې جنډې نښه وى. قومونه به د هغۀ نه رهنمائى غواړى، او د هغۀ د استوګنې ځائ به جلالى وى.
دا څوک دى چې د وريځې په شان رالوځى، لکه چې ګوګوشتکې جالې ته راروانې وى؟
بيا د کلى ټول خلق بهر راووتل چې عيسىٰ ووينى، او کله چې هغوئ وليدو نو ورته يې مِنت زارى وکړه چې د دې علاقې نه لاړ شه.
خو د پرګې نه هغوئ پيسيديه اَنطاکيه ته لاړل. د سبت په ورځ هغوئ عبادتخانې ته لاړل او کښېناستل.