Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 13:42 - Pakistani Yousafzai Pashto

42 کله چې پولوس او برنباس د عبادتخانې نه بهر وتل نو خلقو ورته مِنت زارى وکړه چې په راتلونکى سبت مونږ ته بيا د دې موضوع په حقله خبرې وکړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 13:42
7 Iomraidhean Croise  

زۀ تا هغه ډېرو خلقو ته نۀ استوم چې د چا په ژبه به پوهېدل تا ته ګران وى او د هغې الفاظ به مختلف وى او تۀ به پرې نۀ پوهېږې. خو کۀ چرې تۀ ما هغوئ ته لېږلے وے، نو هغوئ به بيا تا ته غوږ نيولے وے.


هغۀ وفرمائيل چې، ”افسوس اے خورازينه، په تا افسوس بيتِ‌صيدا، ځکه کومې معجزې چې په تا کښې وشوې کۀ چرې دا په صور او صيدا کښې شوې وې نو دوئ به ډېر پخوا د ځانه ټاټ تاو کړے وو او په ايرو کښې به يې توبه ويستې وه.


خو ډېر اول به آخر کړے شى او آخر به اول کړے شى.“


عيسىٰ لا دا خبرې کولې چې هغۀ ته د عبادتخانې يو مشر راغلو او په سجده ورته پرېوتو او وې وئيل چې، ”په دې ساعت مې لور مړه شوه، خو تۀ ما سره لاړ شه او خپل لاس پرې کېږده نو هغه به ژوندۍ شى.“


نو ما سمدستى تا پسې پېغام وړُونکى درولېږل نو دا ستا ډېره مهربانى ده چې تۀ دلته راغلې. اوس مونږ ټول دلته د خُدائ پاک په حضور کښې په دې طمع ناست يُو چې کوم کلام چې تاسو د مالِک نه حاصل کړے دے هغه واورو.“


خو د پرګې نه هغوئ پيسيديه اَنطاکيه ته لاړل. د سبت په ورځ هغوئ عبادتخانې ته لاړل او کښېناستل.


پرېږدئ چې تاسو ته پته ولګى چې د خُدائ پاک دا خلاصون غېر‌يهوديانو ته رالېږلے شوے دے او هغوئ به ورته غوږ نيسى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan