4 هغوئ دواړه د روحُ القُدس په وسيله ولېږلے شول، او هغوئ سلوکيه ته ښکته لاړل او بيا د هلته نه په سمندرى جهاز کښې قبرص ته لاړل.
د ستِفانوس د مرګ نه وروستو د ډېرو تکليفونو په وجه ايمانداران خوارۀ وارۀ شول او د هغوئ سر ان تر دې چې فينيکې، قبرص او اَنطاکيه ته ورسېدلو او په دې وخت کښې هغوئ صرف او صرف يهوديانو ته د خُدائ پاک کلام اورولو.
کله چې هغوئ د مالِک عبادت کولو او روژه يې نيولې وه نو روحُ القُدس ورته وفرمائيل، ”برنباس او ساؤل زما د هغه کار دپاره منتخب کړئ د څۀ دپاره چې ما هغوئ رابللى دى.“
نو د روژې نيولو او دُعا کولو نه پس هغوئ د برنباس او ساؤل په سر خپل لاسونه کېښودل او رُخصت يې کړل.
نو څو ورځې پس پولوس برنباس ته ووئيل چې، ”راځه چې واپس لاړ شُو او ايماندارانو سره مِلاو شُو په هر هغه ښار کښې چرته چې مونږ د مالِک کلام اورولے وو او د هغوئ د حال نه ځان خبر کړُو.“
خو ما ته روحُ القُدس صرف دا يو خبردارے راکوى چې په هر ښار کښې قېد او تکليفونه ستا انتظار کوى.
چې د هلته نه روان شُو نو په سمندر کښې د تېزې سيلۍ په وجه مونږ د قبرص د جزيرې په ژۍ ژۍ کښې لاړو ځکه چې هلته هوا کمه لګېده.
نو يوسف نومې يو ليوى وو چې د قبرص اوسېدونکے وو او رسولانو به ورته برنباس وئيلو چې معنىٰ يې ډاډ ورکوونکے دے.