37 خو هغه څوک چې خُدائ پاک بيا د مړو نه ژوندے کړو هغه خاورې نۀ شو.
خو خُدائ پاک عيسىٰ د مړو نه بيا راژوندے کړو.
خُدائ پاک دا وعده زمونږ دپاره، چې مونږ د هغوئ اولاد يُو، د عيسىٰ د مړو نه بيا ژوندى کولو سره پوره کړله، لکه چې دا په دوېم زبور کښې ليکلى دى چې، ”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“
خو خُدائ پاک هغه بيا راژوندے کړو او د مرګ د تکليفونو نه يې خلاص کړو ځکه چې د دې امکان نۀ وو چې مرګ په هغۀ قبضه وکړى.
ځکه چې تۀ به زما روح عالمِ ارواح ته پرې نۀ ږدې او نۀ به تۀ خپل قُدوس خاوره کېدو ته پرېږدې.