Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 13:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 کله چې هغوئ هغه هر څۀ پوره کړل کوم چې د هغۀ په حقله په صحيفو کښې ليکلى وُو نو هغوئ هغه د سولۍ نه راکوز کړو او په قبر کښې يې کېښودلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 13:29
16 Iomraidhean Croise  

دا هر څۀ د جمعې په ورځ وشُو، يعنې د تيارۍ په ورځ، د سبت نه يوه ورځ وړاندې. نو چې ماښام رانزدې شو،


نو بيا هلته يوسف نومې يو سړے وو چې د جرګې ممبر او نېک او صادق سړے وو.


بيا هغۀ لاش د سولۍ نه راکوز کړو او د کتان کفن يې ورکړو او په غار کښې يې په کنستلے شوى قبر کښې کېښودو چې د دې نه وړاندې په کښې څوک اېښودے شوے نۀ وو.


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما هغه کلام دے چې کله زۀ تاسو سره وم نو درته به مې وئيل چې د موسىٰ په شريعت کښې د نبيانو په صحيفو کښې او په زبور کښې چې څۀ زما په حقله ليکلے شوى دى، هغه به ضرور پوره شى.“


د دې نه پس عيسىٰ چې پوهه شو چې هر څۀ پوره شوى دى نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تږے يم.“ او دې سره د صحيفې يوه پېشګوئې پوره شوه.


کله چې سرکه عيسىٰ ته ورکړے شوه نو هغۀ وفرمائيل چې، ”دا کار پوره شو.“ بيا يې سر ټيټ کړو او ساه يې ورکړه.


د يروشلم خلقو او د هغوئ مشرانو عيسىٰ ونۀ پېژندلو، د هغۀ په مجرم کولو هغوئ د نبيانو هغه کلام پوره کړو چې د هر سبت په ورځ به تلاوت کېدو.


دا سړے د خُدائ پاک د خاص منصوبې او د پوهې په مطابق تاسو ته حواله کړے شو او تاسو هغه د بې‌دينه خلقو په وسيله په سولۍ وخېژولو او مړ مو کړو.


خو تر ننه پورې خُدائ پاک زما مل دے، نو ځکه زۀ دلته ستاسو په وړاندې ولاړ يم او لويو او وړو ته دا ګواهى ورکوم د څۀ چې نبيانو او موسىٰ پېشګوئې کړې ده، د دې نه بغېر نور څۀ نۀ وايم،


چې هغه هر څۀ وکړى کوم چې ستا د لاس لاندې او ستا په حُکم د مخکښې نه مقرر شوى وُو.


زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک عيسىٰ بيا راژوندے کړو کوم چې تاسو په سولۍ دپاسه مړ کړے وو.


او هغه ښخ شو او د کِتاب مقدس په مطابق هغه په درېمه ورځ بيا ژوندے پاڅېدلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan