26 زما وروڼو، تاسو چې د اِبراهيم اولاد يئ او غېريهوديان چې د خُدائ پاک نه يره کوئ، مونږ ته د خلاصون دا پېغام رالېږلے شوے دے.
تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. کله چې ستا خلق بنى اِسرائيليان دې مُلک ته راننوتل، چې کوم خلق دلته اوسېدل نو هغه دې وشړل او د خپل خليل اِبراهيم اولاد له دې هغه مُلک ورکړو چې د همېشه دپاره د هغوئ شى.
اے د هغۀ د خِدمتګار اِبراهيم بچو، د هغۀ د غوره شوى د يعقوب بچو.
خو اے زما خِدمتګاره، بنى اِسرائيله، زما د دوست اِبراهيم اولاده. تاسو هغه خلق يئ چې ما غوره کړى يئ،
ما خپل خلاصون نزدې راوړے دے، هغه لرې نۀ دے. زما خلاصون راتلو کښې به وخت نۀ لګى. زۀ به يروشلم بچ کړم او بنى اِسرائيلو ته به خپل شان او شوکت وښايم.“
اے د يعقوب خاندانه، دا خبره واورئ، تاسو چې د بنى اِسرائيلو په نامه يادېږئ او د يهوداه اولاد يئ، او تاسو چې د مالِک خُدائ په نوم قسم خورئ او د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته آواز کوئ، خو نۀ په کښې اخلاص شته او نۀ سمه طريقه.
خو د هغې په ځائ د بنى اِسرائيلو د خاندان ورکو شوو ګډو له لاړ شئ.
تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.
او د خپل خادِم داؤد په کور کښې يې يو زورَور خلاصونکے پېدا کړو.
او تۀ به د هغۀ خلق په دې پوهه کړې چې خلاصون د ګناهونو په معافۍ کښې دے.
او د هغۀ په نامه به ټولو قومونو ته د ګناهونو نه د توبې او د معافۍ وعظ کولے شى. چې د يروشلم نه به شروع شى.
شمعون پطروس ورته جواب ورکړو، ”مالِکه، چا له به مونږ لاړ شُو؟ تا سره خو د تل ژوندون خبرې دى.
هغه او د هغۀ ټول خاندان دينداره وو او د خُدائ پاک يره ورسره وه او هغۀ خلقو ته ډېر په آزاد لاس سره خېراتونه ورکول او همېشه به يې د خُدائ پاک عبادت کولو.
خو په هر قوم کښې چې څوک د هغۀ نه يريږى او د صداقت کارونه کوى خُدائ پاک د هغوئ نه رضا وى.
نو چې کله ګڼه خوره شوه نو ډېر يهوديان او نوې يهوديان شوى کسان پولوس او برنباس له ورغلل او پولوس او برنباس دوئ ته مِنت وکړو چې د خُدائ پاک په فضل کښې قائم پاتې شئ.
بيا پولوس او برنباس په ډاګه ووئيل چې، ”دا ضرورى وه چې اول دې تاسو بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک کلام واورولے شى، خو چې تاسو يې نۀ قبلوئ او خپل ځانونه د تل عُمرى ژوندون لائق نۀ ګڼئ، نو اوس مونږ غېريهوديانو ته دعوت ورکوو.
هغه نوکره پولوس او مونږ پسې راروانه وه او چغې يې وهلې، ”دا د خُدائ تعالىٰ غلامان دى او تاسو ته د خلاصون لار ښائى.“
زما په باب کښې مشر اِمام او ټول اولسى مشران ګواهان دى. هغوئ ما ته په دمشق کښې خپلو يهودى وروڼو ته خطونه راکړى وُو او زۀ دمشق ته هم دې دپاره تلے وم چې د هغه ځائ خلق ګرفتار کړم او د سزا دپاره يې دلته يروشلم ته راولم.
پرېږدئ چې تاسو ته پته ولګى چې د خُدائ پاک دا خلاصون غېريهوديانو ته رالېږلے شوے دے او هغوئ به ورته غوږ نيسى.“
کله چې خُدائ پاک خپل خادِم عيسىٰ راوچت کړو نو اول يې هغه تاسو ته درولېږلو چې تاسو له برکت درکړى چې تاسو هر يو د خپلو بدو لارو نه واړوى.“
د بل هيچا په وسيله خلاصون نشته ځکه چې په ټوله دُنيا کښې بل نوم هيچا ته نۀ دے ورکړے شوے چې په هغې مونږ خلاصون ومومو.“
”لاړ شئ، د خُدائ په کور کښې ودرېږئ او خلقو ته د دې نوى ژوندون ټولې خبرې بيان کړئ.“
زۀ د مسيح د زيرى نه نۀ شرمېږم، ځکه چې د هر چا دپاره چې ايماندار وى دا د خلاصون دپاره د خُدائ پاک قدرت دے، اول د يهوديانو دپاره، بيا د غېريهوديانو دپاره.
نو تاسو چې حقيقت واورېدو يعنې د خلاصون زيرے چې تاسو پرې په مسيح ايمان راوړو، نو هغۀ په تاسو د خپلې هغه وعدې په مطابق چې پخوا يې کړې وه د روحُ القُدس مُهر ولګولو او خپل يې کړئ.
ستاسو د هغه اُميد په وجه کوم چې په آسمان کښې ستاسو انتظار کوى. تاسو د وړاندې نه د دې اُميد په حقله په رښتينى کلام يعنې زېرى کښې اورېدلى دى.