Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 13:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 خو خُدائ پاک ساؤل لرې کړو او داؤد يې د هغۀ په ځائ بادشاه مقرر کړو، چې د چا په حقله چې خُدائ پاک داسې وفرمائيل، ”د يَسى زوئ داؤد زما په نقش قدم روان دے، هغه به زما ټوله رضا سر ته ورسوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 13:22
32 Iomraidhean Croise  

بيا د يهوداه سړى حبرون ته راغلل او داؤد يې د يهوداه د بادشاه په توګه مقرر کړو. کله چې داؤد خبر شو چې په جِلعاد کښې د يبيس خلقو ساؤل ښخ کړے دے،


خو زۀ به د هغۀ نه خپله نۀ ختمېدونکې مينه نۀ لرې کوم لکه څنګه چې ما د ساؤل نه لرې کړه، هغه مې د دې دپاره اخوا کړو چې تۀ بادشاه شې.


نو زما خِدمت کوونکى داؤد ته ووايه چې زۀ ربُ الافواج هغۀ ته وايم چې ما تۀ په پټو کښې د ګډو شپونتوب نه بوتلې او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه مې جوړ کړې.


هغۀ د خپل پلار په شان هم هغه ګناهونه وکړل او د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک وفادار نۀ وو، لکه څنګه چې د هغۀ نيکۀ داؤد وفادار وو.


مالِک خُدائ داسې ځکه وکړل چې داؤد به هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو او ټول عُمر يې د حِتى اورِياه د مسئلې نه بغېر د هغۀ د يو حُکم نافرمانى نۀ وه کړې.


ساؤل ځکه مړ شو چې د مالِک خُدائ سره يې خيانت وکړو او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى يې وکړه. هغۀ د کوډګرې ښځې په ذريعه د مړو د روحونو سره مشورې هم کولې.


مالِک خُدائ فرمائى، ”ما مقرر کړے دے په خپل مقدس غر، ما دے په صيون کښې خپل بادشاه کړو مقرر.“


نو بيا به هغه وخت زما لوظ زما د خِدمتګار داؤد سره او زما لوظ د ليويانو سره چې زما اِمامان دى او زما په حضور کښې خِدمت کوى به هم ماتېدے شى، نو بيا به د داؤد اولاد کښې نور څوک نۀ وى چې د هغۀ په تخت بادشاهى وکړى.


نو بيا به زۀ د يعقوب او د خپل خِدمتګار داؤد اولاد نامنظور کړم، او نۀ به د يعقوب او د داؤد د اولاد نه څوک خوښ کړم چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب په اولاد حکومت وکړى. ځکه چې زۀ به هغوئ د غلامۍ نه واپس راولم او په هغوئ به رحم وکړم.“


زۀ به په هغوئ يو شپونکے مقرر کړم، زما خِدمتګار داؤد، او هغه به هغوئ څروى او هغه به د هغوئ شپونکے وى.


د هغې نه پس به بنى اِسرائيليان راواپس شى او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک او د خپل بادشاه داؤد د اولاد لټون به کوى. په آخرى ورځو کښې به هغوئ ريږدېدو سره مالِک خُدائ ته راځى او د هغۀ برکتونه به حاصلوى.


ځکه کله چې داؤد په خپله پيړۍ کښې د خُدائ پاک د مرضۍ خِدمت پوره کړو نو هغه مړ شو او د خپل پلار نيکونو سره ښخ شو او د هغۀ بدن خاورې شو،


او خُدائ پاک چې د هر څۀ نه خبر دے، هغۀ هغوئ ته د روحُ القُدس د ورکولو په وسيله د دې تصديق وکړو چې خُدائ پاک هغوئ هم قبول کړى دى څنګه چې يې مونږ قبول کړى يُو.


د داؤد نه خُدائ رضا وو او هغۀ د خُدائ نه دا سوال وکړو چې ما ته د يعقوب د خُدائ پاک د دائمى اوسېدو دپاره ځائ راکړه.


خو کۀ تاسو بيا هم خپله بدعملى کوئ نو تاسو او ستاسو بادشاه به تباه شئ.“


”زۀ پښېمانه يم چې ما ساؤل بادشاه جوړ کړو، هغه زما نه اوړېدلے دے او زما حُکمونه يې نۀ دى منلى.“ سموئيل خفه وو او ټوله شپه يې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوله.


د هغۀ خِلاف سرکشى د تور جادو په شان خراب کار دے او غرور د بُت پرستۍ هومره ګناه لرى. تا د هغۀ حُکم نامنظوره کړو نو ځکه هغۀ تۀ د بادشاه په توګه نامنظوره کړې يې.“


سموئيل جواب ورکړو، ”زۀ به تا سره واپس نۀ ځم. تا د مالِک خُدائ حُکم نامنظوره کړے دے او تۀ هغۀ په بنى اِسرائيلو د بادشاه په توګه نامنظوره کړے يې.“


سموئيل هغۀ ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ نن ستا نه د بنى اِسرائيلو بادشاهى لرې کړې ده او هغه چا له يې ورکړې ده چې هغه ستا نه ښۀ دے.


بيا مالِک خُدائ سموئيل ته وفرمائيل، ”تۀ به تر کومې پورې په ساؤل پسې خفګان کوې؟ هغه ما په بنى اِسرائيلو باندې د بادشاهۍ دپاره نامنظوره کړے دے. نو د زيتُونو لږ تېل واخله او بيت‌لحم ته لاړ شه هغه سړى له چې نوم يې يَسى دے، ځکه چې ما د هغۀ د زامنو نه يو کس خوښ کړے دے چې بادشاه شى.“


سموئيل د زيتُونو هغه تېل واخستل چې د ګډ په ښکر کښې وُو او د داؤد سر يې د هغۀ د وروڼو په مخکښې غوړ کړو. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه د طاقت سره په داؤد نازل شو او د هغې ورځې نه د هغۀ سره شو. بيا سموئيل واپس راما ته لاړو.


سموئيل ورته وفرمائيل، ”چې مالِک خُدائ پرېښے يې او هغه ستا دشمن شوے دے نو زۀ دې ولې راوغوښتلم؟


نو داسې ساؤل، د هغۀ درې زامن او هغه زلمے مړ شو، په هغه ورځ باندې د ساؤل ټول سړى مړۀ شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan