Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 13:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 بيا هغوئ يو بادشاه وغوښتو، او خُدائ پاک هغوئ له د قيس زوئ ساؤل ورکړو، چې د بنيامين د قبيلې نه وو. او هغۀ تر څلوېښتو کالو پورې حکومت وکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 13:21
8 Iomraidhean Croise  

بيا سموئيل د زيتُونو تېلو يو لوښے واخستو او تېل يې د ساؤل په سر واړول، ساؤل يې ښُکل کړو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره د بادشاه په توګه مقرروى. تۀ به د هغۀ په خلقو بادشاهى کوې او د ټولو دشمنانو نه به يې بچ کوې او دا هغه نښه ده چې تۀ مالِک خُدائ خوښ کړے يې او د هغوئ بادشاه جوړ شوے يې،


نو هغوئ ټول جِلجال ته لاړل او هلته يې په مقدس ځائ کښې د ساؤل د بادشاهۍ اِعلان وکړو. هغوئ د سلامتۍ نذرانې پېش کړې او ساؤل او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو يوه لويه خوشحالى وکړه.


سموئيل ساؤل ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ زۀ رالېږلے يم چې تا د هغۀ د خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړم. نو د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسه.


او هغۀ ته يې ووئيل، ”ګوره، تۀ بوډا کېږې او زامن دې ستا په لاره نۀ دى روان. نو يو بادشاه مقرر کړه چې په مونږ باندې بادشاهى کوى، نو داسې د نورو قومونو په شان به زمونږ هم يو بادشاه وى.“


د بنيامين د قبيلې يو مالدار او تکړه سړے وو چې نوم يې قيس وو، هغه د ابى‌اېل زوئ او صرور نمسے وو او د بکورت د خاندان وو، چې د افيخ د قبيلې يوه برخه ده.


يوه ورځ مخکښې مالِک خُدائ سموئيل ته فرمائيلى وُو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan