20 او دا تقريباً په څلور نيمو سوو کالو کښې سر ته ورسېدله. د هغې نه پس هغۀ د سموئيل نبى تر زمانې پورې هغوئ ته قاضيان منتخب کړل.
د قاضيانو د حکومت د وخت نه پس، د دې په شان د فسحې اختر د اِسرائيل يا د يهوداه يو بادشاه هم نۀ وو کړے.
ما چې د بنى اِسرائيلو سره څومره سفر هم کړے دے او چې ما څوک د خپلو خلقو د رهنمائى دپاره مقرر کړى دى ما د هغوئ يو کس ته هم نۀ دى وئيلى چې هغوئ زما دپاره د دِيار نه يو کور ولې نۀ دے جوړ کړے.
حقيقت کښې سموئيل او ټول نبيان چې د هغۀ نه پس راغلل هغوئ هم د دې موجوده حالاتو پېشګوئې وکړه.
بيا مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو باندې قاضيان مقرر کړل او دې قاضيانو د ډاکوانو نه خلاص کړل.
د مالِک خُدائ روح په هغۀ نازل شو او هغه د بنى اِسرائيلو قاضى شو. عتنىاېل جنګ له لاړو او مالِک خُدائ هغۀ له د مسوپتاميه په بادشاه باندې فتح ورکړه.
ډېر پخوا، چې کله قاضيانو په بنى اِسرائيلو حکومت کولو نو په هغه مُلک کښې قحط راغلو. يو سړے اِلىمَلِک، چې افراتے وو، هغه د يهوداه په بيتلحم کښې اوسېدو، د خپلې ښځې نعومى او د دوو زامنو محلون او کِليون سره موآب ته د څۀ وخت دپاره لاړو. دوئ لا هلته اوسېدل
مالِک خُدائ جدعون، برق او اِفتاح راولېږل او په آخر کښې يې زۀ راولېږلم. مونږ هر يو تاسو د ګېرچاپېره دشمنانو نه بچ کړئ او تاسو په خېر سره ژوند تېرولو.
نو د هغه مُلک د يو سر نه تر بل سره پورې، ټولو بنى اِسرائيلو ته پته ولګېده چې سموئيل په حقيقت کښې د مالِک خُدائ پېغمبر وو.