Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 13:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 کله چې هغوئ د مالِک عبادت کولو او روژه يې نيولې وه نو روحُ القُدس ورته وفرمائيل، ”برنباس او ساؤل زما د هغه کار دپاره منتخب کړئ د څۀ دپاره چې ما هغوئ رابللى دى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 13:2
41 Iomraidhean Croise  

داؤد څۀ ليويان مقرر کړل چې د لوظ صندوق مخامخ د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِدمت وکړى او د هغۀ ثناء صِفت وکړى.


نو بيا زۀ مالِک خُدائ ته راوګرځېدم او هغۀ ته مې مِنت زارى وکړه او روژه مې ونيوله، او ما د ټاټ جامې واغوستلې او په خپل ځان مې ايره ونوستله.


هر کله چې تاسو روژه نيسئ نو د رياکارانو په شان ځانونه خفه مۀ ښکاره کوئ. هغوئ خپل مخونه ځکه ورانوى چې خلق ووائى چې ګنې د دوئ روژه ده. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته خپل اجر پوره مِلاو شوے دے.


د دې دپاره تاسو د فصل مالِک ته خواست وکړئ چې هغه د فصل رېبلو دپاره مزدوران راولېږى.“


د دې نه پس بيا مالِک نور دوه اويا کسان مقرر کړل او هغوئ يې دوه دوه کسان هر ښار او کلى ته د ځان نه وړاندې ولېږل، کومو ته چې د هغۀ د ورتلو اراده وه.


او بيا د څلورو اتياو کالو پورې کونډه وه. هغې د خُدائ د کور د تلو راتلو پابندى کوله، شپه او ورځ به يې روژې ساتلې او دُعا به يې کوله


خو پطروس لا د هغه رويا په سوچ کښې وو چې روحُ القُدس هغۀ ته ووئيل چې، ”شمعونه، درې سړى درپسې ګرځى.


کورنيليوس ورته جواب ورکړو چې، ”څلور ورځې مخکښې هم دا وخت درې بجې ما خپل کور کښې دُعا کوله چې ناڅاپه يو سړے په پړقېدونکو جامو کښې زما د وړاندې ودرېدو.


نو د روژې نيولو او دُعا کولو نه پس هغوئ د برنباس او ساؤل په سر خپل لاسونه کېښودل او رُخصت يې کړل.


هغوئ دواړه د روحُ القُدس په وسيله ولېږلے شول، او هغوئ سلوکيه ته ښکته لاړل او بيا د هلته نه په سمندرى جهاز کښې قبرص ته لاړل.


د اټاليى نه هغوئ اَنطاکيه ته په سمندرى جهاز کښې لاړل چرته چې هغوئ د هغه کار دپاره د خُدائ پاک فضل ته وسپارلے شول کوم چې دوئ اوس پوره کړو.


د خپل ځان او د هغه ټولې رمې خيال ساتئ کومه چې روحُ القُدس ستاسو په حواله کړې ده او د خُدائ پاک د هغه جماعت شپونتوب وکړئ کوم چې هغۀ د خپل زوئ د وينې په قيمت په بيعه اخستے دے.


بيا هغۀ ما ته ووئيل، لاړ شه، ځکه چې زۀ تا لرې لرې غېر يهودى قومونو ته لېږم.“


نو يوسف نومې يو ليوى وو چې د قبرص اوسېدونکے وو او رسولانو به ورته برنباس وئيلو چې معنىٰ يې ډاډ ورکوونکے دے.


او مونږ به خپل ځانونه دُعا او د کلام خِدمت ته وقف کړُو.“


نو بيا روحُ القُدس فيليپوس ته ووئيل چې، ”هغه ګاډۍ ته ورشه او ورسره نزدې روان اوسه.“


خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تۀ لاړ شه ځکه چې دا سړے ما غوره کړے دے څوک چې به غېرو يهوديانو او د هغوئ بادشاهانو او بنى اِسرائيلو ته زما نوم بيان کړى.


د پولوس د طرف نه، چې د عيسىٰ مسيح خادِم او بللے شوے رسول دے څوک چې د خُدائ پاک د زيرى د خورولو دپاره مقرر کړے شوے دے.


او هغوئ به څنګه د هغۀ پېغام ورکړى ترڅو چې هغوئ ونۀ لېږلے شى؟ لکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، ”د هغوئ قدمونه څومره ښکلى دى څوک چې زيرے راوړى.“


چې زۀ غېر‌يهوديانو ته د عيسىٰ مسيح خادِم شم او د خُدائ پاک د کلام لکه د اِمام په شان خِدمت وکړم، او چې د غېر‌يهوديانو نذرانې خُدائ ته قبولې شى او د روحُ القُدس په وسيله مقدسې شى.


خو دا ټول کارونه هم هغه يو روح کوى او چا ته يې چې روح غواړى هغۀ ته يې ورکوى.


تاسو د يو بل سره کوروالے مۀ پرېږدئ خو د لږ وخت دپاره د يو بل په مشوره خير دے چې د دُعا خاص فرصت درته مِلاو شى، او د لږ وخت نه وروستو بيا يو ځائ شئ، هسې نه چې شېطان د نفس د کمزورۍ په وجه تاسو په آزمېښت کښې واچوى.


د سخت محنت او د زيات مشقت په وجه څو څو شپې شوګيره شوے يم. څو څو ځله په لوږو او تندو نارنهور ګرځېدلے يم، څو څو ځله د جامو د کمى په وجه د يخنۍ نه کوکله شوے يم.


په وهلو ټکولو، په قېدولو، په بلوا کېدلو، په سخت مشقت کولو، په شوګيرو تېرولو، په لوږه تنده کښې وخت تېروو،


خو خُدائ پاک زۀ د پېدايښت نه مخکښې د مور په ګېډه کښې خوښ کړم او په خپل فضل يې راوبللم، نو هغه خوشحاله وو


ما ته د خُدائ پاک په فضل او لوئ قدرت سره د زيرى د اورولو د خِدمت حق راکړے شوے دے.


په هغه وخت مالِک خُدائ د ليوى قبيلې سړى مقرر کړل چې د لوظ صندوق وړى او د اِمامانو په توګه د هغۀ خِدمت کوى او د هغۀ په نوم برکت غواړى. او تر اوسه پورې د هغوئ دا ذمه وارۍ دى.


او ارخيپوس ته ووايئ چې، ”کوم خِدمت چې په مالِک کښې تا ته سپارلے شوے دے، هغه پوره کړه.“


زۀ د دې دپاره بيان کوونکے او رسول او غېرو يهوديانو ته د ايمان او حقيقت خبرې ښوونکے مقرر شوم، دا زۀ دروغ نۀ وايم بلکې رښتيا وايم.


د دې زېرى د بيانولو دپاره زۀ رسول او اُستاذ مقرر شوم،


او کومې خبرې چې تا د ډېرو ګواهانو په موجودګۍ کښې زما نه اورېدلى دى هغه داسې وفادارو کسانو ته په حواله کړه څوک چې نورو ته د تعليم ورکولو لائق وى.


صرف لوقا ما سره دے خو مرقوس راپېدا کړه او ځان سره يې راوله ځکه چې هغه زما سره په خِدمت کښې فائده مند دے.


خو تۀ په هر حالت کښې خپل ځان په هوش کښې ساته، سختۍ وزغمه، د زيرى کار کوه او د خُدائ پاک د خادِم په حيث خپل خِدمت پوره کوه.


او هيڅوک هم په خپله د اِمامت دا عزت نۀ شى حاصلولے خو صرف د خُدائ پاک په مرضۍ يې حاصلولے شى لکه څنګه چې هارون حاصل کړے وو.


بيا القنه واپس په راما کښې کور ته لاړو، خو سموئيل په سيلا کښې پاتې شو او د عيلى اِمام د مشرۍ لاندې يې د مالِک خُدائ خِدمت کولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan