18 خو تر څلوېښتو کالو پورې هغۀ په صحرا کښې د دوئ چال چلن وزغملو.
ډېر کالونه تا هغوئ ته صبر کولو. تا د خپلو پېغمبرانو په ذريعه هغوئ له خبردارے ورکولو، خو ستا خلقو غوږ نۀ نيولو، نو تا هغوئ نورو قومونو ته حواله کړل چې فتح يې کړى.
هلته په بيابان کښې دوئ ټول د موسىٰ او هارون خِلاف وغورېدل
بنى اِسرائيلو څلوېښت کاله من خوړل، تر دې پورې چې هغوئ د کنعان مُلک ته ورسېدل او هلته دېره شول.
چې د دې خلقو نه يو کس به هم هغه مُلک ته داخل نۀ شى. هغوئ زما د حضور جلال او هغه معجزې هم ليدلې دى چې ما په مِصر کښې او په صحرا کښې کړې دى، خو هغوئ بيا بيا زما د صبر امتحان اخستے دے او زما د منلو نه يې اِنکار کړے دے.
هغۀ هغوئ د مِصر نه وويستل او بيا يې په مِصر او بحرِقُلزم او په صحرا کښې تر څلوېښتو کالو پورې ډېر عجيبه کارونه او معجزې وښودلې.
او په بيابان کښې يې چې څۀ وکړل. نو تاسو په خپلو سترګو وليدل چې هغۀ تاسو په حِفاظت سره تر دې ځائ پورې داسې راوستلئ، لکه چې پلار خپل زوئ بوځى.
دا خبره مۀ هېروئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په بيابان کښې تاسو څنګه غصه کړو. د هغه ورځې نه واخله چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ تر ننه پورې چې دلته راورسېدلئ، تاسو د هغۀ خِلاف بغاوت کړے دے.