Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 13:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 خو ګوره اوس، مالِک خُدائ ستا خلاف شو. تۀ به ړوند شې او د څۀ وخت پورې به تۀ د نمر رڼا نۀ وينې.“ سمدستى د هغۀ په سترګو خړه راغله او په ټَپو شو او بيا هغۀ لاسونه ټپول چې د لاس نه يې څوک ونيسى او بو يې ځى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 13:11
18 Iomraidhean Croise  

بيا هغوئ بهر هغه ټول خلق ړاندۀ کړل، نو هغوئ د دروازې په لټولو ستړى شول.


د شام بادشاه د اِسرائيل سره په جنګ وو. هغۀ د خپلو آفسرانو سره مشوره وکړه او يو ځائ يې خوښ کړو چې هلته خپلې خېمې ولګوى.


اے زما دوستانو، په ما باندې رحم وکړئ، په ما باندې رحم وکړئ، ځکه چې د خُدائ پاک ګزار زۀ وهلے يم.


هر کله چې شپه او ورځ ستا د اصلاح دروند لاس په سر وو زما، لکه په سختې ګرمۍ کښې زور شو ختم زما.


ځکه چې ستا غشو سورے کړے يم، او په خپل لاس دې وهلے يم.


نو ګوره، زۀ به ستا په ټولو ځناورو، ستا په آسونو، خرونو، اوښانو، څاروو، ګډو او چېلو سخته بيمارى درولېږم.


نو ځکه مالِک خُدائ تاسو خوبَولى کړى يئ او په دروند خوب باندې په اودۀ کېدو بدل يئ. هغۀ د پېغمبرانو او د رويا ليدونکو سترګې بندې کړې دى.


عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ دې دُنيا ته د عدالت دپاره راغلے يم چې ړاندۀ بينا شى او څوک چې ځان بينا ګڼى هغه ړاندۀ شى.“


نو بيا حنانياس روان شو او هغه کور ته ورننوتو او د ساؤل په سر يې خپل لاس کېښودو او وې وئيل چې، ”زما وروره ساؤله، کله چې تۀ دلته راروان وې کوم مالِک عيسىٰ چې تا ته په لارې خپل ځان څرګند کړو، هغۀ زۀ تا له رالېږلے يم چې ستا نظر دوباره راشى او تۀ د روحُ القُدس نه معمور شې.“


زما وروڼو او خوېندو، دا ځکه چې دلته يو پټ حقيقت دے او زۀ غواړم چې تاسو پرې پوهه شئ، د دې دپاره چې تاسو ځان بې‌ځايه عقلمند ونۀ ګڼئ، او هغه دا دے چې د بنى اِسرائيل يوه برخه به تر هغې سخته وى ترڅو چې غېر‌يهوديانو پوره پوره په دې کښې داخل نۀ شى.


د ژوندى خُدائ پاک په لاسونو کښې ورتلل ډېره هيبتناکه خبره ده.


دغه د دروغو اُستاذان لکه اوچ کُوهيان دى او لکه د داسې وريځې په شان دى چې سيلۍ يې وړى راوړى، نو د هغوئ دپاره تک تور ځائ ساتلے شوے دے.


نو هغوئ بيا د فلستيه ټول بادشاهان راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو د لوظ صندوق واپس خپل ځائ ته ولېږئ، نو داسې به دا مونږ او زمونږ خاندان ونۀ وژنى.“ ټول ښار په وارخطايۍ آخته وو ځکه چې خُدائ پاک هغوئ له ډېره سخته سزا ورکوله.


کله چې هغه هلته ورسېدو، مالِک خُدائ هغه ښار له هم سزا ورکړه او په يوه لويه وارخطايۍ يې آخته کړو. هغۀ هغوئ له داسې سزا ورکړه چې په لويو او وړو ټولو باندې د پړسوب مرض راغلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan