Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 12:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 پطروس د کوټڼۍ نه بهر فرښتې پسې نېغ روان وو، خو د هغۀ دا خيال نۀ وو چې ګنې دا رښتيا دى خو د هغۀ سوچ دا وو چې دا ګنې خوب دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 12:9
12 Iomraidhean Croise  

هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”يوسف ژوندے دے. هغه د ټول مِصر مشر دے.“ يعقوب حق حېران شو او د هغوئ په خبرو يې يقين نۀ راتلو.


نو نوح هم هغه شان وکړل چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو.


کله چې مالِک خُدائ شړلے شوى قېديان واپس صيون ته راوستل، مونږ د هغه خلقو په شان وُو چا چې خوب ليدلے وى.


خو د هغۀ مور خادِمانو ته ووئيل، ”هر څۀ چې دے درته فرمائى هغه کوئ.“


پطروس لا د دې رويا په ليدلو غمژن وو چې د دې رويا مطلب څۀ دے، نو په هم دې وخت کښې کوم کسان چې کورنيليوس هغۀ ته ورلېږلى وُو هغوئ د شمعون کور پېدا کړو او بهر په دروازه کښې ولاړ وُو.


يوه ورځ هغۀ د ماسپښين درې بجې رويا وليده چې په کښې يې د خُدائ پاک فرښته صفا وليدله چې هغۀ ته راغله او ورته يې ووئيل چې، ”اے کورنيليوسه.“


”زۀ د يافا په ښار کښې وم او دُعا مې کوله چې بې‌هوشه شوم او رويا مې وليده چې د يو لوئ څادر په شان يو څيز د څلورو ګوټونو نه د آسمان نه راښکته کېدو او ما پورې راورسېدو.


بيا فرښتې هغۀ ته ووئيل چې، ”ملابند وتړه او خپل پېزار په پښو کړه.“ پطروس هم هغه شان وکړل. بيا فرښتې هغۀ ته ووئيل، ”خپله چُوغه واچوه او ما پسې راځه.“


نو ځکه اے اګريپا بادشاه، زۀ د دې آسمانى رويا نه نافرمانه نۀ شوم.


نو په دمشق کښې د عيسىٰ يو مريد وو او نوم يې حنانياس وو. مالِک هغۀ ته په رويا کښې آواز وکړو، ”اے حنانياس.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ حاضر يم.“


د ايمان په وسيله کله چې اِبراهيم وبللے شو نو هغه حُکم يې ومنلو او هغه ځائ ته لاړو کوم چې هغۀ ته په ميراث کښې ملاوېدونکے وو، او ورته دا پته نۀ وه چې چرته روان دے خو بيا هم د خپل مُلک نه روان شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan