8 بيا فرښتې هغۀ ته ووئيل چې، ”ملابند وتړه او خپل پېزار په پښو کړه.“ پطروس هم هغه شان وکړل. بيا فرښتې هغۀ ته ووئيل، ”خپله چُوغه واچوه او ما پسې راځه.“
زۀ تاسو له د توبې دپاره په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې به زما نه وروستو راځى هغه زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د هغۀ د څپلو پورته کولو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو له په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى.
پېزار په پښو کړئ خو دوېم قميص مۀ اخلئ.“
هغه خادِمان بختور دى چې مالِک يې د خپل راتلو په وخت بېدار ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به په خپله د کار جامې واچوى او دوئ به خوراک ته کښېنوى او په خپله به د دوئ خِدمت کوى.
چې ناڅاپى د مالِک خُدائ يوه فرښته هلته ودرېده او په کوټڼۍ کښې رڼا وځلېده. هغې د پطروس اوږه وخوځوله او راويښ يې کړو او ورته يې وفرمائيل، ”زر شه، راپاڅه.“ نو په دې کښې زولنۍ د پطروس د مړوندونو نه وغورزېدلې.
پطروس د کوټڼۍ نه بهر فرښتې پسې نېغ روان وو، خو د هغۀ دا خيال نۀ وو چې ګنې دا رښتيا دى خو د هغۀ سوچ دا وو چې دا ګنې خوب دے.
ځکه چې بيګاه د هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ يم او د چا چې زۀ عبادت کوم، د هغۀ يوه فرښته ما سره ودرېدله
بيا د مالِک خُدائ فرښتې فيليپوس ته وفرمائيل، ”د جنوب په لاره لاړ شه کومه د بيابان لاره چې د يروشلم نه تر غزې تلې ده.“