اعمال 12:7 - Pakistani Yousafzai Pashto7 چې ناڅاپى د مالِک خُدائ يوه فرښته هلته ودرېده او په کوټڼۍ کښې رڼا وځلېده. هغې د پطروس اوږه وخوځوله او راويښ يې کړو او ورته يې وفرمائيل، ”زر شه، راپاڅه.“ نو په دې کښې زولنۍ د پطروس د مړوندونو نه وغورزېدلې. Faic an caibideil |
نو بيا نبوکدنضر ووئيل، ”د شدرک، ميشک او د عبدنجو د خُدائ پاک ثناء دې وى چا چې خپله فرښته راولېږله او خپل خِدمتګاران يې بچ کړل. د هغوئ په هغۀ باندې ايمان وو او زما حکم يې د پښو لاندې کړو او هغوئ دې ته تيار وُو چې د خُدائ پاک دپاره خپل ژوند د لاسه ورکړى نۀ دا چې د هغۀ په ځائ د بل معبود خِدمت او عبادت وکړى.