Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 12:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 د ګرفتارولو نه وروستو يې هغه په قېد کښې واچولو او د سپاهيانو څلور ډلو ته يې حواله کړو چې د دۀ څوکيدارى کوى. د هيروديس دا خيال وو چې د فسح د اختر نه وروستو به يې د خلقو په وړاندې فېصله واوروى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 12:4
22 Iomraidhean Croise  

پېغام رسونکو دا فرمان د بادشاهۍ هرې صُوبې ته يوړو. په دې کښې دا خبرې ليکلے شوې وې چې صِرف په هغه ورځ يعنې د ادر مياشتې په ديارلسمه ورځ باندې دې ټول يهوديان، ځوانان، بوډاګان، ښځې او ماشومان ووژلے شى. هغوئ دې د بې‌رحمۍ سره حلال کړے شى او چې هغوئ څۀ لرى نو هغه ترې نه واخلئ.


مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې موسىٰ او هارون ته وفرمائيل،


د انسان په زړۀ کښې ډيرې منصوبې وى، خو کيږى هغه څۀ چې د مالِک خُدائ رضا وى.


د سبا په حقله لافې مۀ کوئ، ځکه چې چا ته هم پته نشته چې سبا به څۀ کيږى.


څوک په خپل حکم څۀ کار کولے شى ترڅو چې مالِک په خپله د هغې حکم نۀ وى کړے؟


تاسو به بيا د تنګسيا او د مرګ دپاره حواله شئ او ټول قومونه به زما د نوم په سبب تاسو سره کينه کوى.


خو هغوئ ووئيل چې، ”دا دې د اختر په ورځ نۀ وى، ګنې په خلقو کښې به بلوا جوړه شى.“


د فسح او د پتيرې روټۍ اختر ته دوه ورځې پاتې وې او مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو داسې طريقه لټوله چې عيسىٰ په پټه ونيسى او وې وژنى.


خو د دې هر څۀ کېدو نه مخکښې به هغوئ تاسو ونيسى او تاسو به وزوروى. تاسو به عبادتخانو ته حواله کېږئ او بندى‌خانو ته به اچولے کېږئ. تاسو به د بادشاهانو او حاکمانو په وړاندې زما د نوم په سبب راوستلے شئ.


پطروس جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ تا سره جيل او مرګ ته هم تيار يم.“


کله چې سپاهيانو عيسىٰ په سولۍ کړو، هغوئ د هغۀ جامې راواخستې او په څلورو برخو يې تقسيم کړې، د هر يو سپاهى دپاره يوه برخه، او چُوغه يې روغه پرېښوده. ځکه چُوغه لا ګنډلے شوې نۀ وه او د سر نه تر ښکته پورې ټوله د يوې ټوټې وه.


زۀ تا ته رښتيا وايم چې کله چې تۀ ځوان وې نو تا به خپله ملا په خپله تړله او چرته چې به دې خوښه وه هلته به تللې، خو کله چې تۀ زوړ شې نو تۀ به خپل لاسونه خوارۀ کړې او بل څوک به دې ملا وتړى او هغه خوا ته به دې بوځى چرته چې تۀ تلل نۀ غواړې.“


نو کله چې هغه خبر شو چې يهوديان په دې کار خوشحاله شول، نو پطروس يې هم ګرفتار کړو. دا واقعه د پتيرې روټۍ د اختر په ورځو کښې وشوه.


نو هغۀ پطروس په قېدخانه کښې وساتلو، خو جماعت د پطروس دپاره په جوش سره د خُدائ پاک نه دُعا غوښتله.


چې هغه هر څۀ وکړى کوم چې ستا د لاس لاندې او ستا په حُکم د مخکښې نه مقرر شوى وُو.


هغوئ پطروس او يوحنا ګرفتار کړل او په قېدخانه کښې يې تر بلې ورځې واچول، ځکه چې ماښام وو.


هغوئ رسولان ګرفتار کړل او په جيل کښې يې بند کړل.


خو ساؤل جماعت تباه کولو. هغه کور په کور ورننوتو او نارينه او زنانه يې نيول او هغوئ يې قېدخانې کښې اچول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan