Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 12:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 بيا برنباس او ساؤل د خپل خِدمت پوره کولو نه پس يروشلم ته واپس راغلل، او ځان سره يې يوحنا راوستو، چې بل نوم يې مرقوس وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 12:25
10 Iomraidhean Croise  

کله چې هغه په دې پوهه شو نو بيا هغه د مريم کور ته لاړو چې د يوحنا مرقوس مور وه. هلته ډېر ګڼ خلق راغونډ شوى وُو او دُعا يې کوله.


خو پولوس او برنباس په اَنطاکيه کښې پاتې شول او هلته يې د ډېرو نورو سره د مالِک کلام اورولو او تعليم يې ورکولو.


د برنباس دا خواهش وو چې يوحنا چې ورته مرقوس وائى د ځان سره بوځى.


نو يوسف نومې يو ليوى وو چې د قبرص اوسېدونکے وو او رسولانو به ورته برنباس وئيلو چې معنىٰ يې ډاډ ورکوونکے دے.


اريسترخوس چې ما سره قېدى دے، سلام درلېږى، او دغه شان د برنباس تربور مرقوس هم، د چا په حقله چې تاسو ته حکم درکړے شوے وو چې کۀ هغه تاسو له راغلو نو هرکلے يې وکړئ،


صرف لوقا ما سره دے خو مرقوس راپېدا کړه او ځان سره يې راوله ځکه چې هغه زما سره په خِدمت کښې فائده مند دے.


او هم دغه شان مرقوس، اريسترخوس، ديماس او لوقا هم چې په دې خدمت کښې زما ملګرى دى.


هغه جماعت چې په بابل کښې دے او تاسو سره يو ځائ غوره شوے دے، هغه او زما زوئ مرقوس تاسو ته سلام وائى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan