Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 12:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 نو په يوه مقرره ورځ هيروديس خپل شاهى لباس واچولو، او په تخت کښېناستو او هغوئ ته يې تقرير شروع کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 12:21
10 Iomraidhean Croise  

د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب او د يهوداه بادشاه يهوسفط خپلې شاهى چُوغې اغوستې وې او د سامريه د دروازې نه بهر په درمند کښې په خپلو تختُونو باندې ناست وُو او ټولو پېغمبرانو د هغوئ په حضور کښې پېشګويانې ورکولې.


د هغوئ په غوږُونو کښې يروونکى آوازونه دى، د امن په وخت کښې به په هغوئ باندې تباهى راشى.


د تباهۍ نه وړاندې د انسان زړۀ کښې کبر وى، خو د عزت نه وړاندې عاجزى راځى.


تورو خاورو هغوئ ته خپله خولۀ کولاو نيولې ده دپاره د دې چې د يروشلم غټ خلق او عوام، مست او شور جوړونکى خلق به ژوندى تېر کړى.


نو اوس مونږ مغروره خلقو ته بختور وايو. يقيناً چې بدعمله خلق ترقى کوى، او تر دې چې هغوئ څوک چې د خُدائ پاک مقابله کوى سزا نۀ ګورى.“


پيلاطوس لا په تخت ناست وو چې د خپلې ښځې له طرفه ورته پېغام راغلو چې، ”دې بې‌ګناه سړى ته ګورے هيڅ ونۀ وائې ځکه چې بيګاه په ما په دې وجه په خوب کښې ډېر مصيبت تير شو.“


نو هيروديس د صور او د صيدا خلقو ته په قهر وو نو په دې وجه هغوئ ورته د صلحې دپاره جرګه ورولېږله ځکه چې د هغوئ ښارونه د خوراک دپاره د هيروديس د مُلک محتاجه وُو. د سفارش کولو دپاره جرګې خپل ځان سره د بادشاه د دربار ناظر بلستوس ملګرے کړو.


او ګڼې چغې وهلې چې، ”دا خو د خُدائ آواز دے، نه چې د انسان.“


پينځۀ ورځې پس مشر اِمام حنانياس سره د مشرانو او ترطولوس نومې وکيل راغے او هغوئ د ګورنر په وړاندې د پولوس خلاف مقدمه پېش کړله.


نو په بله ورځ اګريپا او بِرنيکى په شان او شوکت سره عام دربار ته راننوتل چې ورسره لوئ آفسران او د ښار خاص مشران وُو. بيا فِستوس د هغۀ د پېشۍ حکم وکړو او پولوس دننه حاضر کړے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan