Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 12:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 هغۀ د يوحنا ورور يعقوب په تُوره شهيد کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 12:2
10 Iomraidhean Croise  

الياس چې څۀ کړى وُو او چې ټول پېغمبران يې وژلى وُو نو اخى‌اب بادشاه خپلې ښځې ايزبل ته هغه هر څۀ ووئيل.


هغۀ ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما په شوق سره ستا خِدمت کړے دے، ما صِرف ستا خدمت کړے دے، اے مالِک خُدايه ربُ الافواجه. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربان‌ګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما په ژوند پسې لګېدلى دى.“


نو هغوئ اورِياه په مِصر کښې ونيولو او يهويقيم بادشاه له يې راوستلو، او هغه يې په تُوره قتل کړو او د هغۀ لاش يې د عامو خلقو په قبرستان کښې ښخ کړو.


بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”بې‌شکه کوم کنډول چې زۀ څښم، تاسو به يې وڅښئ خو دا زما په اختيار کښې نۀ دى چې خپل ښى او ګس لاس ته څوک کښېنوم، دا د هغه چا په برخه دى چې زما پلار ورته مقرر کړى دى.“


د زبدى زامن يعقوب او يوحنا هغۀ له ورغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه مونږ چې ستا نه څۀ هم غواړو هغه زمونږ دپاره وکړه.“


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو چې څۀ غواړئ په هغې نۀ پوهېږئ. کوم د مصيبتونو کنډول به چې زۀ څښم ولې تاسو به هغه وڅښلے شئ؟ يا به هغه بپتسمه واخستلے شئ چې به پرې زما بپتسمه کيږى؟“


هغوئ جواب ورکړو چې، ”آو، مونږ يې څښلے شُو.“ بيا عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”کوم کنډول چې زۀ څښم، تاسو به يې وڅښئ، او په کومه بپتسمه چې به زما بپتسمه کيږى، په هغې به ستاسو بپتسمه هم وشى.


تقريباً هم په هغه وخت هيروديس بادشاه د جماعت څۀ خلق ونيول او ظلم زياتے يې ورسره شروع کړو.


ځينې يې سنګسار کړل، او په اره يې وڅيرل، په تُورو يې مړۀ کړل، د ګډو بيزو څرمنې يې اغوستې وې، په محتاجۍ، په مصيبت، د بد سلوکۍ په حالت کښې سروهلى بروهلى ګرځېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan