Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 12:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 کله چې هيروديس هغه ښۀ ولټولو او پېدا يې نۀ کړو، بيا هغۀ د سپاهيانو نه بيان واخستو او د هغوئ د وژلو حُکم يې ورکړو. د دې نه پس هيروديس د يهوديه نه لاړو او د څۀ وخت دپاره په قيصريه کښې پاتې شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 12:19
19 Iomraidhean Croise  

نو بادشاه په يره او خفګان کښې واپس سامريه ته لاړو.


نو مردکے بيا واپس د محل دروازې ته راواپس شو خو په دې دوران کښې همان خفه او شرمنده کور ته تېز لاړو.


نو بيا د دې په ځائ بادشاه يرحمئيل شهزاده او ورسره سراياه د عزرائيل زوئ او شلمياه د عبدائيل زوئ ته حکم وکړو چې باروک منشى او يرمياه نبى ګرفتار کړى. خو مالِک خُدائ هغوئ پټ کړل.


د هيروديس بادشاه په ورځو کښې د يهوديه په بيت‌لحم کښې عيسىٰ پېدا شو. د هغۀ د پېدايښت نه پس يروشلم ته د نمرخاتۀ طرف نه د ستورو عِلم لرونکى راغلل


کله چې هغوئ رُخصت شول نو يوسف ته د مالِک خُدائ يوه فرښته په خوب کښې راغله او ورته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه، ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او مِصر ته هِجرت وکړه، او تر هغې هلته ايسار شه چې زۀ درته ووايم، ځکه چې هيروديس د دې ماشوم په تلاش کښې دے چې قتل يې کړى.“


هر کله چې هيروديس د ستورو عِلم لرونکو په دوکه پوهه شو نو سخت په قهر شو او حُکم يې وکړو چې د بيت‌لحم او د خوا او شا هغه ټول ماشومان چې عُمر يې دوه کاله يا د دې نه کم وى، قتل يې کړئ. نو د ستورو د عِلم لرونکو د معلوماتو په مطابق هغۀ دا د وخت اندازه لګولې وه.


چې سحر شو نو سپاهيان په دې ډېر پرېشانه وُو چې پطروس څۀ شو؟


د ګرفتارولو نه وروستو يې هغه په قېد کښې واچولو او د سپاهيانو څلور ډلو ته يې حواله کړو چې د دۀ څوکيدارى کوى. د هيروديس دا خيال وو چې د فسح د اختر نه وروستو به يې د خلقو په وړاندې فېصله واوروى.


په هم هغه شپه هيروديس د پطروس د بهر راوستو نه وړاندې هغه د دوو سپاهيانو په مينځ کښې په دوو زنځيرونو تړلے اودۀ پروت وو او د دروازې نه بهر څوکيدارانو د قېدخانې څوکۍ کوله.


کله چې د جيل مشر راويښ شو او د قېدخانې دروازې يې کولاو وليدلې نو دا خيال يې وکړو چې قېديان به تښتېدلى وى، نو هغۀ خپله تُوره راوويسته نو چې څنګه يې خپل ځان وژلو.


په بله ورځ مونږ روان شُو او قيصريه ته راغلو، او مونږ د فيليپوس مېلمانۀ شُو چې د زيرى دعوت ورکوونکے وو. او هغه د هغه اوو کسانو نه يو وو څوک چې د خوراک تقسيمولو دپاره غوره کړے شوے وو.


د څو ورځو تېرېدو نه پس اګريپا بادشاه او بِرنيکى قيصريه ته راغلل چې فِستوس ته هرکلے ووائى.


نو د سپاهيانو اراده دا وه چې قېديان به ووژنو هسې نه چې په لامبو وهلو وتښتى.


خو ناګهانه بيا فيليپوس اشدود نومې ښار ته رسېدلے وو، نو ترڅو چې هغه قيصريه ته رسېدو نو په لاره لاره يې په ټولو ښارونو کښې زيرے ورکولو.


داؤد د زيف سره نزدې په صحرا کښې، د غرونو په مُلک کښې په محفوظ ځائ کښې ايسار شو. ساؤل به هر وخت هغه لټولو، خو خُدائ پاک داؤد هغۀ له په لاس نۀ ورکولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan