15 هغوئ هغې ته ووئيل چې، ”تۀ ليونۍ يې.“ خو هغه په خپله خبره ټينګه وه چې زۀ رښتيا وايم. خو هغوئ ووئيل چې، ”دا به ضرور د هغۀ فرښته وى.“
هغه فرښته دې دوئ له برکت ورکړى، چې هغې زۀ د هرې بدۍ نه بچ ساتلے يم. د دې هلکانو په ذريعه دې زما او زما د پلار نيکۀ اِسحاق او اِبراهيم نوم ژوندے وساتلے شى. او په زمکه دې د دوئ ډېر اولاد پېدا شى.“
کۀ ما هغۀ ته آواز وکړو او هغۀ جواب راکړو، نو زما يقين نۀ دے چې هغه به زما فرياد واورى.
خبردار، په دې وړو کښې يو ته هم سپک مۀ ګورئ. زۀ تاسو ته دا وايم چې د دوئ فرښتې په آسمان کښې هر وخت زما د آسمانى پلار په حضور کښې موجودې وى.
خو چې هغوئ دا واورېدل چې هغه بيا ژوندے شوے دے او هغې ليدلے دے نو باور يې پرې ونۀ کړو.
وروستو هغه يوولسو مريدانو ته هغه وخت ښکاره شو چې هغوئ روټۍ ته ناست وُو، او هغۀ هغوئ په خپلو بېيقينۍ او سختو زړونو ملامته کړل ځکه چې هغوئ د هغه خلقو په وينا يقين نۀ وو کړے چا چې هغه بيا ژوندے ليدلے وو.
يوه ګينټه به تيره وه چې يو بل تن نور هم په کلکه ووئيل چې، ”بېشکه، دا سړے هم ورسره وو ځکه چې دے هم ګليلى دے.“
خو دا خبرې هغوئ ته بېکاره ښکاره شوې او په هغوئ يې باور ونۀ کړو.
خو پطروس هم هغه شان دروازه ټکوله او چې کله هغوئ دروازه کولاو کړه نو بيا د هغۀ په ليدو حق حېران شول.
لا پولوس په خپله صفائى کښې خبرې کولې چې فِستوس په اوچت آواز ووئيل چې، ”پولوسه، تۀ ليونے يې، ستا ډېر عِلم تۀ ليونے کړے يې.“