14 نو چې هغې د پطروس آواز وپېژندلو هغه دومره خوشحاله شوه چې د دروازې خلاصولو په ځائ هغې دننه منډه کړه او هغوئ يې خبر کړل چې، ”پطروس بهر په دروازه کښې ولاړ دے.“
د هغه ځائ خلقو عيسىٰ وپېژندو او ګېرچاپېره خلق يې خبر کړل او ټول بيماران يې ورله راوستل.
هغوئ د قبر نه په هيبت او خوشحالۍ لاړې او په منډه شوې چې مريدان خبر کړى.
د هغوئ د خوشحالۍ په وجه اوس لا هم په هغۀ باور نۀ راتلو او حېران وُو، نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو سره د خوراک څۀ بندوبست شته؟“