13 کله چې پطروس بهر دروازه وټکوله نو روده نومې نوکره دروازې ته ورغله.
بيا هغه د ډيوډۍ په لور روان شو او هلته يوې بلې وينځې چې هغه وليدو نو موجودو خلقو ته يې ووئيل چې، ”دا سړے هم د عيسىٰ ناصرى سره وو.“
خو چې کله د کور مالِک راپاڅى او د خپل کور دروازه بنده کړى کۀ تاسو بهر ولاړ يئ او دروازه ټکوئ او مِنت کوئ چې مالِکه، مونږ ته دروازه کولاو کړه. خو هغه به جواب درکړى چې زۀ خو تاسو نۀ پېژنم چې تاسو څوک يئ.
خو پطروس هم هغه شان دروازه ټکوله او چې کله هغوئ دروازه کولاو کړه نو بيا د هغۀ په ليدو حق حېران شول.