Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 12:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 بيا پطروس په خود کښې راغلو او هغۀ خپل ځان سره ووئيل چې، ”اوس زما پوره يقين دے چې مالِک خُدائ خپله فرښته ما ته رالېږلې ده او ما ته يې د هيروديس او د يهوديانو د ټولو بدو منصوبو نه نجات راکړو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 12:11
27 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ دا خبره ياده ساته چې ستا اولاد به په پردى مُلک کښې مسافر شى، دوئ به هلته نوکران شى او څلور سوه کاله به پرې ظلم کيږى،


نو مالِک خُدائ د اِبراهيم نه تپوس وکړو، ”ساره ولې وخندل او وې وئيل چې په دې عُمر کښې زما ماشوم پېدا کېدے شى څۀ ځکه چې زۀ ډېره بوډۍ يم؟


ابى‌مَلِک اِسحاق راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”نو دا معلومه شوه چې هغه ستا ښځه ده، تا ولې وئيلى دى چې هغه ستا خور ده؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”زما خيال دا وو چې کۀ دا مې ووئيل چې هغه زما ښځه ده نو زۀ به ووژلے شم.“


کله چې مالِک خُدائ داؤد د ساؤل او خپلو نورو دشمنانو نه بچ کړو، نو داؤد د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې دا وفرمائيل،


مالِک خُدائ په ټوله دُنيا د دې دپاره نظر اچوى چې هغه کسانو له طاقت ورکړى چې د چا زړۀ د اخلاصه د هغۀ وفادار وى. تۀ څومره کم عقل يې. د اوس نه به تۀ په جنګ کښې راګېر يې.“


زما په خاندان کښې هر يو کس ته پته ده، چې زما کور ته څوک هم راغلى دى نو د هغوئ ښۀ مېلمستيا شوې ده.


هغه به تاسو د شپږو افتونو نه بچ کوى، او په اوؤم کښې به تاسو ته هيڅ نقصان نۀ رسيږى.


ځکه چې هغه د حاجتمندو مددګار دے، چې د هغه چا نه يې وساتى څوک چې دوئ مجرموى.


مالِک خُدائ په هغوئ نظر ساتى څوک چې د هغۀ نه يريږى، په هغوئ باندې چې د هغۀ په ازلى مينه اُميد ساتى،


هغه دوئ د مرګ نه بچ ساتى او د قحط په وخت کښې يې ژوندى ساتى.


خو مالِک خُدائ به خپلو خادِمانو ته خلاصون ورکوى، هيڅ يو به هم مجرم نۀ شى څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى.


د مالِک خُدائ فرښتې د هغه خلقو نه ګېرچاپېره وى، بچ ساتى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه په ويره وى.


مالِک خُدائ به د هغۀ حفاظت کوى او ژوند به يې په امان کښې ساتى، هغه به په دُنيا کښې ورله برکت ورکړى او د دشمنانو د لاس نه به يې ساتى.


څوک چې د مالِک خُدائ سره مينه کوى نو هغوئ دې د بدۍ نه نفرت کوى، هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى، او هغه يې د بدعملو نه بچ کوى.


هغۀ ووئيل چې، ”خو وګورئ، زۀ درې نه، بلکې څلور کسان وينم چې په اور کښې ګرځى، چې نۀ تړلے شوى دى او نۀ ورته څۀ نقصان رسېدلے دے او څلورم کس لکه د مقدسې فرښتې په شان ښکارى.“


نو بيا نبوکدنضر ووئيل، ”د شدرک، ميشک او د عبدنجو د خُدائ پاک ثنا‌ء دې وى چا چې خپله فرښته راولېږله او خپل خِدمتګاران يې بچ کړل. د هغوئ په هغۀ باندې ايمان وو او زما حکم يې د ‎پښو لاندې کړو او هغوئ دې ته تيار وُو چې د خُدائ پاک دپاره خپل ژوند د لاسه ورکړى نۀ دا چې د هغۀ په ځائ د بل معبود خِدمت او عبادت وکړى.


زما خُدائ پاک خپله فرښته راولېږله او هغې د زمرو خولې بندې کړې. هغوئ ما ته هيڅ قسمه نقصان نۀ دے رارسولے، ځکه چې زۀ هغۀ ته بې‌ګناه ثابت شوم. بادشاه سلامت، نۀ ما ستا خلاف څۀ جرم کړے دے.“


خو کله چې د هغۀ عقل سر ته راغلو نو وې وئيل، زما د پلار ټولو نوکرانو سره د خپل ضرورت نه زيات خوراک شته او زۀ دلته د لوږې مرم.


چې ناڅاپى د مالِک خُدائ يوه فرښته هلته ودرېده او په کوټڼۍ کښې رڼا وځلېده. هغې د پطروس اوږه وخوځوله او راويښ يې کړو او ورته يې وفرمائيل، ”زر شه، راپاڅه.“ نو په دې کښې زولنۍ د پطروس د مړوندونو نه وغورزېدلې.


چې دوه کالونه تير شول نو د فِليکس په ځائ پروکيوس فِستوس مقرر شو. او فِليکس د يهوديانو د خوشحالولو دپاره پولوس په قېد کښې هم هغه شان پرېښودلو.


خو فِستوس د يهوديانو د خوشحالولو دپاره د پولوس نه تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ يروشلم ته تلل غواړې چې هلته په دې مقدمه کښې زما په وړاندې پېش شې؟“


خو د شپې د مالِک يوې فرښتې د جيل دروازې کولاو کړې، هغوئ يې بهر راوستل او ورته يې وفرمائيل،


ولې ټولې فرښتې خِدمت ګزار روحونه نۀ دى کوم چې د هغه خلقو د خِدمت دپاره رالېږلے شوى دى څوک چې د خلاصون وارثان دى؟


نو مالِک پوهيږى چې څنګه دينداران د آزمېښت نه بچ کړى او بدکاران د عدالت تر ورځې پورې په سزا کښې وساتى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan