Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 11:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 ”زۀ د يافا په ښار کښې وم او دُعا مې کوله چې بې‌هوشه شوم او رويا مې وليده چې د يو لوئ څادر په شان يو څيز د څلورو ګوټونو نه د آسمان نه راښکته کېدو او ما پورې راورسېدو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 11:5
12 Iomraidhean Croise  

نو ما بيا وليدل چې يو لاس زما طرف ته راغزېدلے دے او د هغۀ سره يو طومار وو.


مالِک خُدائ تپوس وکړو، ”اے عاموسه، تا څۀ وليدل؟“ نو ما ورته جواب ورکړو، ”د پخې مېوې ډکه ټوکرۍ مې وليدله.“ بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”زما د خلقو بنى اِسرائيلو دپاره وخت پوخ شوے دے، زۀ به نور هغوئ د سزا نه بغېر نۀ پرېږدم.“


کله چې زۀ يروشلم ته واپس راغلم او ما د خُدائ په کور کښې دُعا کوله نو زۀ بې‌خوده شوم.


نو په دمشق کښې د عيسىٰ يو مريد وو او نوم يې حنانياس وو. مالِک هغۀ ته په رويا کښې آواز وکړو، ”اے حنانياس.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ حاضر يم.“


په يافا کښې تبيتا نومې يوه مريده وه چې په يونانۍ کښې ورته ډورکاس يعنې هوسۍ وائى، هغې همېشه نېک کارونه کول او د غريبانانو مدد به يې کولو.


د لدې کلے د يافا سره نزدې وو نو کله چې مريدانو واورېدل چې پطروس په لده کښې دے، هغوئ ورپسې دوه سړى ورولېږل او خواست يې ورته وکړو چې، ”مهربانى وکړه زر تر زره مونږ ته ځان راورسوه.“


دا خبره په ټوله يافا کښې خوره شوه او ډېرو خلقو په مالِک ايمان راوړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan