28 چې په هغوئ کښې د يو نوم اګابوس وو، هغه ودرېدو او د روحُ القُدس په وسيله يې پېشګوئې وکړه چې په ټوله دُنيا کښې به يو سخت قحط راشى. او دا قحط د قيصر کلوديوس په بادشاهۍ کښې راغلو.
او فِرعون هغوئ ته ووئيل، ”مونږ ته به هيڅکله هم د يوسف نه ښۀ سړے مِلاو نۀ شى، يو داسې سړے چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک روح وى.“
او په ټوله دُنيا کښې به د بادشاهۍ زېرے خور شى او د ټولو قومونو دپاره به ګواهى شى او بيا به قيامت وى.
قومونه به د قومونو سره په جنګ وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ سره، په ډېرو ځايونو کښې به زلزلې او قحطونه راځى.
په هغه ورځو کښې د رومى قيصر اوګوستوس د طرف نه دا فرمان جارى شو چې په رومى بادشاهۍ کښې دې د ټولو خلقو مردمشمارى وشى.
د قيصر تيبريوس د حکومت په پينځلسم کال کښې پنطوس پيلاطوس د يهوديه ګورنر وو او هيروديس د ګليل ګورنر، د هغۀ ورور فيليپوس د اِتُوريه او تراخونيتيس او ليسانياس د ابيلينے ګورنران وُو.
هلته هغه اکوله نومې يهودى سره مِلاو شو چې د اصل نه د پونطوس وو او د ښځې نوم يې پرسکله وه. هغه تازه تازه د اِټلى نه راغلے وو ځکه چې کلوديوس ټولو يهوديانو ته حُکم ورکړے وو چې د روم نه ووځئ. پولوس هغوئ سره د مِلاوېدو دپاره ورغلو.
مونږ چې هلته يو څو ورځو دپاره ايسار وُو نو د يهوديه نه اګابوس نومې يو نبى راغلو.