Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 11:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 په هغه وخت کښې څۀ نبيان د يروشلم نه اَنطاکيه ته راغلل،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 11:27
19 Iomraidhean Croise  

ځکه زۀ تاسو ته نبيان، هوښياران او د خُدائ پاک د لارې عالمان درلېږم نو په تاسو کښې به ځينى مړۀ کړى، ځينې به په سولۍ کړى او ځينې به په خپلو عبادتخانو کښې په کوړو ووهى او د يو ښار نه به يې بل ښار ته وشړى.


ځکه خو خُدائ پاک په خپل حِکمت کښې وئيلى دى چې زۀ به تاسو ته نبيان او رسولان درولېږم او په دوئ کښې به ځينې ووژلے شى او ځينې به وزورولے شى.


خو په هغوئ کښې څۀ خلق د قبرص او کرين وُو چې اَنطاکيه ته لاړل او يونانيانو ته يې هم د مالِک عيسىٰ په حقله زيرے اورولو.


دا خبره د يروشلم جماعت ته ورسېده او هغوئ بيا برنباس اَنطاکيه ته ولېږلو.


د اَنطاکيه په جماعت کښې نبيان او اُستاذان وُو، برنباس، شمعون چې په تور ياديږى، لوکيوس کرينى، مناهين چې د هيروديس حاکِم سره يو ځائ لوئ شوے وو، او ساؤل.


د اټاليى نه هغوئ اَنطاکيه ته په سمندرى جهاز کښې لاړل چرته چې هغوئ د هغه کار دپاره د خُدائ پاک فضل ته وسپارلے شول کوم چې دوئ اوس پوره کړو.


بيا رسولانو او مشرانو د ټول جماعت په مشوره دا فېصله وکړه چې په خپل مينځ کښې يو څو کسان خوښ کړى او هغوئ اَنطاکيه ته د پولوس او برنباس سره ولېږى. هغوئ په وروڼو کښې يهوداه چې برسبا ورته وائى، او سيلاس چې په هغوئ کښې ډېر عزتمند وو، غوره کړل.


نو دغه شان دوئ رُخصت کړے شول او اَنطاکيه ته لاړل. هلته هغوئ جماعت يو ځائ جمع کړو او خط يې ورله ورکړو.


يهوداه او سيلاس چې په خپله هم نبيان وُو، هغوئ ايماندارانو ته د ډاډګيرنې او تکړه کېدو دپاره ډېر نصيحت وکړو.


کله چې هغه په قيصريه کښې د جهاز نه کوز شو نو هغه يروشلم ته لاړو او د جماعت د خلقو سره مِلاو شو او بيا اَنطاکيه ته واپس شو.


خُدائ پاک فرمائى، د دې ټولو کارونو کولو نه وروستو به زۀ خپل روح په ټولو خلقو نازل کړم. ستاسو زامن او لوڼه به نبوت کوى. ستاسو مشران به خوبونه وينى، او ستاسو ځوانان به رويا ګانې وينى.


مونږ مريدان وموندل او هلته يوه هفته ورسره ايسار شُو. هغوئ د روحُ القُدس په هدايت پولوس ته ووئيل چې، ”يروشلم ته مۀ ځه.“


د هغۀ څلور پېغلې لوڼه وې چې نبوت به يې کولو.


دا تجويز د ټولې قبيلې خوښ شو او هغوئ ستِفانوس چې د ايمان او روحُ القُدس نه ډک وو، او هم ورسره فيليپوس، پروخوروس، نيکانور، تيمون، پرمناس او نيکلاس چې د انطاکى وو او يهودى شوے وو خوښ کړل.


چا ته د معجزو طاقت، چا ته پېشګوئې، چا ته د مختلفو روحونو پېژندل، چا ته د نورو ژبو وئيلو قدرت او چا ته د ژبو تشريح کول.


او خُدائ پاک په جماعت کښې بېل بېل کسان مقرر کړل، اول رسولان، دوېم نبيان او درېم اُستاذان، بيا معجزې ښوونکى، بيا شفا ورکوونکى، مددګاران، اِنتظام کوونکى او نورې ژبې ويونکى.


او نبيان د نبيانو د روحونو تابع وى.


خو کله چې پطروس اَنطاکيه ته راغلو نو ما مخامخ د هغۀ مخالفت وکړو ځکه چې هغه په خپله ملامته وو.


دا هم هغه هستى وه چې نعمتونه يې خلقو له ورکړل چې څوک به رسولان، څوک به نبيان، او څوک به د زيرى اورونکى، او څوک به د ايماندارانو شپونکى، او څوک به اُستاذان وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan