2 نو کله چې پطروس يروشلم ته واپس شو نو يهودى ايماندارانو په هغۀ دا اِعتراض وکړو،
هغه ايمانداران يهوديان چې د پطروس سره راغلى وُو هغوئ حق حېران شول چې د روحُ القُدس نعمت په غېريهوديانو هم نازل شو.
بله ورځ چې هغوئ لا په لاره وُو او ښار ته ورنزدې وُو نو د غرمې په وخت کښې پطروس د دُعا دپاره بره چت ته وختلو.
بيا ځينې کسان د يهوديه نه راغلل او ايماندارانو ته يې تعليم شروع کړو چې، ”کۀ تاسو د موسىٰ د شريعت په مطابق سنت نۀ شئ نو خلاصون نۀ شئ موندلے.“
بيا د فريسيانو د فرقې څۀ ايمانداران پاڅېدل او وې وئيل چې، ”دا ضرورى دى چې غېريهوديان سنت شى او ورته دې حکم وشى چې د موسىٰ د شريعت پابندى کوئ.“
او عيسىٰ چې ورته يوستوس وائى هغه هم درته سلام وائى. د يهوديانو نه صرف دا درې کسان دى چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په کار کښې زما ملګرى دى او په هغوئ زما لويه تسلى ده.
ځکه چې ډېر خلق داسې دى چې سرکشى کوى، هغوئ بدزبانه او دوکه باز دى، او دا خبره خاص د هغوئ په حقله صحيح ده څوک چې په سنتېدو باندې ټينګار کوى.