17 نو کۀ خُدائ پاک هغوئ ته هم هغه نعمت ورکړى چې مونږ ته يې راکړے وو کله چې مونږ په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راوړو نو بيا زۀ څوک يم چې خُدائ پاک منع کړم؟“
تۀ په خُدائ پاک باندې اِلزام ولې لګوې، وائې چې هغه به زما د يوې خبرې جواب هم ونۀ کړى؟
”تۀ اوس هم د قادر خُدائ سره بحث کول غواړې څۀ؟ څوک چې د خُدائ پاک سره بحث کوى نو هغه به جواب ورکوى.“
د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“
هغه ايمانداران يهوديان چې د پطروس سره راغلى وُو هغوئ حق حېران شول چې د روحُ القُدس نعمت په غېريهوديانو هم نازل شو.
”اوس داسې څوک شته چې دا خلق په اوبو د بپتسمې اخستلو نه منع کړى، چې په دوئ روحُ القُدس داسې نازل شوے دے لکه څنګه چې په مونږ؟“
څنګه چې ما خبرې شروع کړې نو روحُ القُدس په هغوئ داسې نازل شو لکه چې په مونږ په شروع کښې نازل شوے وو.
او کۀ چرې دا د خُدائ پاک د طرفه وى نو تاسو دا خلق نۀ شئ منع کولے بلکې تاسو ته به دا پته ولګى چې تاسو د خُدائ خلاف جنګ کوئ.“ نو هغوئ د ګملىايل مشوره ومنله.