13 هغۀ مونږ ته ووئيل چې څنګه يوه فرښته د هغۀ په کور کښې راښکاره شوه او ورته يې ووئيل چې، يافا ته شمعون پسې څوک ولېږه چې ورته پطروس هم وائى.
هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ کورنيليوس صوبه دار رالېږلى يُو څوک چې دينداره او صادق سړے دے او د يهوديانو ټول قوم د هغۀ قدر کوى. هغۀ ته يوې مقدسې فرښتې ووئيل چې تا خپل کور ته راوغواړى چې ستا نه پېغام واورى.“
روحُ القُدس ما ته وفرمائيل، بغېر د څۀ وسوسې نه د دوئ سره لاړ شه. دا شپږ وروڼه هم ما سره لاړل او مونږ د کورنيليوس کور ته لاړو.
هغه به تا ته داسې کلام واوروى چې د هغې په وسيله به تۀ او ستا ټول ټبر خلاصون بيامومى.
بيا پطروس په خود کښې راغلو او هغۀ خپل ځان سره ووئيل چې، ”اوس زما پوره يقين دے چې مالِک خُدائ خپله فرښته ما ته رالېږلې ده او ما ته يې د هيروديس او د يهوديانو د ټولو بدو منصوبو نه نجات راکړو.“
په يافا کښې تبيتا نومې يوه مريده وه چې په يونانۍ کښې ورته ډورکاس يعنې هوسۍ وائى، هغې همېشه نېک کارونه کول او د غريبانانو مدد به يې کولو.
د لدې کلے د يافا سره نزدې وو نو کله چې مريدانو واورېدل چې پطروس په لده کښې دے، هغوئ ورپسې دوه سړى ورولېږل او خواست يې ورته وکړو چې، ”مهربانى وکړه زر تر زره مونږ ته ځان راورسوه.“
دا خبره په ټوله يافا کښې خوره شوه او ډېرو خلقو په مالِک ايمان راوړو.
نو پطروس څۀ وخت دپاره په يافا کښې د شمعون نومې موچى سره پاتې شو.
ولې ټولې فرښتې خِدمت ګزار روحونه نۀ دى کوم چې د هغه خلقو د خِدمت دپاره رالېږلے شوى دى څوک چې د خلاصون وارثان دى؟