11 هم په دغه وخت کښې درې سړى چې د قيصريه نه ما ته رالېږلے شوى وُو، هماغه کور ته راغلل چرته چې زۀ دېره وم.
نو په دې باندې مالِک خُدائ موسىٰ ته غصه شو او وې فرمائيل، ”ستا ورور هارون، ليوى خو شته دے، ما ته پته ده چې هغه په خبرو کولو کښې تکړه دے. ګوره، اوس هغه تا سره مِلاوېدو له راروان دے او هغه به ستا په ليدو په زړۀ کښې خوشحاله شى.
بيا مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”د موسىٰ سره مِلاوېدو له صحرا ته لاړ شه.“ نو هغه د هغۀ سره د خُدائ پاک په غرۀ کښې مِلاوېدو له لاړو، او چې کله هغه د هغۀ سره مِلاو شو، نو هغه يې ښُکل کړو.
خو کله چې هغوئ د قيصريه فيليپى علاقې ته راغلل نو عيسىٰ د خپلو مريدانو نه تپوس وکړو چې، ”خلق څۀ وائى چې اِبن آدم څوک دے؟“
داسې درې ځله وشول او بيا هغه هر څۀ دوباره آسمان ته پورته کړے شول.
خو ناګهانه بيا فيليپوس اشدود نومې ښار ته رسېدلے وو، نو ترڅو چې هغه قيصريه ته رسېدو نو په لاره لاره يې په ټولو ښارونو کښې زيرے ورکولو.