ترڅو چې خُدائ پاک خپل روح په مونږ نازل نۀ کړى نو تر هغه وخته پورې به حالات هم داسې وى. خو بيا به هغه خوشے مُلک آباد شى او د باغ مېوه دارې ونې به يې لکه د ځنګل په شان ګڼې وى.
دا زما خادِم دے چا ته چې ما طاقت ورکړے دے او څوک چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. ما خپل روح په هغۀ سورے کړے دے، او هغه به غېرو قومونو ته اِنصاف رسوى.
”ما، مالِک خُدائ صداقت سره راوغوښتې، زۀ به تا د لاس نه ونيسم او محفوظ به دې ساتم. ستا په ذريعه به زۀ د ټولو خلقو سره يو لوظ وکړم، او ستا په ذريعه به زۀ قومونو له رڼا راوړم.
قومونه به ستا صداقت ووينى، او ټول بادشاهان به ستا شان او شوکت وګورى. او تا ته به يو نوے نوم درکړے شى، يو داسې نوم چې مالِک خُدائ به په خپله خولۀ درباندې اېښے وى.
زۀ تاسو ته دا وايم چې د نمرخاتۀ او د نمرپرېواتۀ نه به ډېر خلق داسې راشى چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره به د آسمان د بادشاهۍ په مېلمستيا کښې يو ځائ کښېنى،