8 څۀ چې شوى وُو هغوئ ته يې بيان کړل او يافا ته يې ولېږل.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
پطروس لا د دې رويا په ليدلو غمژن وو چې د دې رويا مطلب څۀ دے، نو په هم دې وخت کښې کوم کسان چې کورنيليوس هغۀ ته ورلېږلى وُو هغوئ د شمعون کور پېدا کړو او بهر په دروازه کښې ولاړ وُو.
نو ما سمدستى تا پسې پېغام وړُونکى درولېږل نو دا ستا ډېره مهربانى ده چې تۀ دلته راغلې. اوس مونږ ټول دلته د خُدائ پاک په حضور کښې په دې طمع ناست يُو چې کوم کلام چې تاسو د مالِک نه حاصل کړے دے هغه واورو.“
کله چې هغه فرښته چې دۀ سره يې خبرې وکړې رُخصت شوه، نو کورنيليوس خپل دوه نوکران او يو سپاهى چې دينداره سړے وو راوبلل کوم چې د هغۀ ذاتى خِدمتګار وو.
نو ځکه اے اګريپا بادشاه، زۀ د دې آسمانى رويا نه نافرمانه نۀ شوم.
په يافا کښې تبيتا نومې يوه مريده وه چې په يونانۍ کښې ورته ډورکاس يعنې هوسۍ وائى، هغې همېشه نېک کارونه کول او د غريبانانو مدد به يې کولو.
د لدې کلے د يافا سره نزدې وو نو کله چې مريدانو واورېدل چې پطروس په لده کښې دے، هغوئ ورپسې دوه سړى ورولېږل او خواست يې ورته وکړو چې، ”مهربانى وکړه زر تر زره مونږ ته ځان راورسوه.“
دا خبره په ټوله يافا کښې خوره شوه او ډېرو خلقو په مالِک ايمان راوړو.
نو پطروس څۀ وخت دپاره په يافا کښې د شمعون نومې موچى سره پاتې شو.
چې خپل زوئ په ما کښې څرګند کړى د دې دپاره چې زۀ په غېريهوديانو کښې د هغۀ زيرے خور کړم. نو نۀ خو ما د انسان نه صلاح واخسته